دا مشهد دی، که کابل؟/ بریالی سعود

په کابل کې شیعهگان په څو محدودو ځایونو کې اوسېږي. خو د محرمالحرام په میاشت کې به داسې فکر کوې، چې په ټول کابل کې یو سُني نهشته. د کابل هغه سیمې هم په تورو بیرغونو پوښل کېږي، چې هلته بېخي شیعهگان نه اوسېږي. د محرم مراسم هر کال د تېر کال په پرتله څو برابره شانداره نمانځل کېږي. په دغو ورځو کې د کابل په ډېرو سیمو کې سماوارونه لگېدلي وي او د شېدو چای سربېره یو کیک او یو بار مصرف گیلاس هم لارویانو ته ورکوي. د محرم الحرام میاشتې له لومړۍ ورځې تر لسمې پورې شیعهگان ښه پرېمانه لگښتونه کوي، لنډمهالې دروازې جوړوي، زرگونه بینرونه، بروشرې، انځورونه، پیغامونه، بیرغونه او رنگه لوحې چاپوي او هرکال یې مراسم د تېر کال په پرتله څو برابره ښه شوي وي. خو دغه پوښتنه هېڅوک نه کوي، چې شیعهگانو دومره پیسې له کومه کړې، چې لس ورځې یې د کابل په پنځه میلیونه خلکو ته کیکونه او شېدې ووېشلې؟
د داعش له راپیدا کېدو سره سم، د داعش او شیعهگانو دُښمني پیل شوه. داعش د شیعهگانو څو ځایونه په نښه کړل. بارگاوې، لاریونونه، ښوونځي، عامه ځایونه او غونډې یې په نښه شوې او سلگونه شیعه هېوادوال مو د داعش په بریدونو کې ووژل شول. تراوسه د داعش او شیعهگانو په اختلاف خلک نه پوهېږي؛ خو پر دې ټول خلک ښه پوهېږي، چې امریکا د داعش په مټ غواړي دلته د عراق لوبه تکرار کړي او سُني پر شیعه او شیعه پر سُني ښه وځپي. خو له ښه مرغه تراوسه امریکا په دغه چاره کې ناکامه ده او اللهﷻ دې تل ناکامه لري.
د گډ حکومت په راتگ هر څه سرچپه روان دي. د کابل نننی انځور د قُم، مشهد، تهران، زاهدان، مارزندران، اصفهان او د ایران له نورو ښارونو ډېر روڼ دی او نن داسې فکر کېږي، چې په ټول کابل کې سُني نهشته او دلته د مخې شیعهگان اوسېږي؛ ځکه مراسم یې له تهران ډېر ښه نیولي دي.
هره مذهبي ډله باید خپل مراسم په داسې طریقه سره ونمانځي، چې نور خلک ترې په عذاب نه شي. په ایران کې سُني مسجد ته نه پرېښودل کېږي، خو د افغانستان د حکومت تر ټولو لږو لږهکيو ته داسې اجازه ورکول کېږي، چې ټول له مخې شیعهگان وښودل شي. خو شیعهگان دې د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته هم پام وکړي، چې هر ساعت د یوې لویې پېښې د کېدلو اټکل کېدای شي.
داعش د خلافت ادعا پرمخ وړي. خو اوسمهال یو لوېشت ځمکه تر واک لاندې نه لري. همدغه خلافتیان چې ډېری یې اهل الحدیث دي ټول شیعهگان ورته کافر او واجب القتل ښکاري. د امویانو، عباسیانو او عثمانیانو د خلافت په موده کې خو ډېری عیسویانو، یهودانو او مشرکانو د مسلمانانو د خلافت په خاوره کې پناه اخیسته او ځانونه به یې ډاډمن احساسول، نو اوسني خلافتیان په کوم دلیل د شیعه مرگ روا بولي او عام شیعهگان هم خپل هدف گرځوي. حکومت له دې وړاندې په دشتبرچي سیمه کې پرېمانه وسلې وېشلي دي او د هرې پېښې د کېدو په صورت کې د لوی ناورین د کېدو اټکل کېدای شي.



