کابل ټکی کام ۱۱سنبله/۱۳۹۴
راپور: انصار
د ملګروملتونو د بشر حقوقو نړیوال سازمان ويلي چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به په غزه کې د اسرائیلو د اقتصادي بندیزونو او د اسرائیلو لخوا د بمباریو د دوام له امله غزه د ژوند کولو ځای نه وي.
د ملګروملتونو د سوداګرۍ اوپراختیا کنفرانس (اونکټاډ) په کلني راپور کې د اقتصادي بندیزونو په حواله ویل شوي دي چې د اسرائيلو د اقتصادي بندیزونو له امله نور تر ۵ کالو پورې په غزه کې ځکه ژوند ګران دی، چې اسرائيل غواړي د غزې اوسیدونکي له غزې څخه کډه کولو ته مجبور کړي.
که څه هم د نړۍ په هر ګوټ کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان د خوراکي توکو او د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د ډول ډول ستونزوسره خبرورکوي، خو د غزې ستونزې د اسرائیلو د اقتصادي بندیزونو له امله رامنځ ته شوي دي چې د خوراک توکي په لوړه بیه هم نه ترلاسه کیږی.


















