کابل ټکی کام ۱۱سنبله/۱۳۹۴
راپور: انصار
دا چې په اروپايي هېوادونو کې د بدامنیو لمن مخ په پراخېدو ده.
امریکا دعوه کوي چې د امریکا امن د نورو هېوادونو په پرتله ښه او د جمهوریت له مخې د ټولو وګړو ژوند په اصولوسره روان دی، خو د دې ادعا بر عکس په امریکا کې وژنې د یوې ورځی نه بلې ته زیاتیږي.
وحشت او نا امنیو د امریکا په هغو ښارونو او سیمو هم سیوری کړی چې مخکې به ورته د سیل تفریح ځایونه ویل کېدل.
د روان ۲۰۱۵ م کال د پیل راهیسې په ۳۰ ښارونو کې تاوتریخوالی دې حد ته رسېدلی چې نور وګړي نشي کولای د ارام ساه واخلي.
کار پوهان د امریکا د ناامینو او تاوتریخوالي په اړه وايی چې امکان لري، په ښارونو کې د ناامنیو دلایل سره بېل وي خو د روان کال په پیل کې چې نا امني زیاته شوې، ښکاره دلیل یې نه مبطوعاتو اونه دولتي چارواکو په ډاکه کړی دی.
یوازې د مجرمینو وکیلانو ویلي چې دولتي پولیسو ورته په امریکا کې د غیرانساني چلند له مخې د تاوتریخوالي راپورونه ورکړي دي چې د امریکا د میسوري ایالت لویس او نوروښارونوکې ۶۰ ٪ سلنه جرایم او انسان وژني سرته رسیږي.


















