درې ورځې د مخه نړيوالو رسنيو لخوا په هغه وينا تبصرې وکړې، چې روسيې طالبانو سره د داعش په خلاف د معلوماتو شريکولو وينا کړې و ه. دا وينا د روسي ولسمشر ويلاديمرپوتين د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ضمير کالوف لخوا رسنيو ته رسيدلې ده، چې رسنيو په دې څو ورځو مکمل خپل بحثونه وکړل ؛ خو چې د طالب مشرانو لخوا يې مثبت ځواب ونه ويل شو ، بيا موضوع چوپ شوه. د طالبانو ويب پاڼې دهمدې موضوع په اړه يوه اعلاميه خپره کړه، چې پکې يې ليکلي وو : طالبان د داعش په خلاف د چا مرستې ته اړ نه دي .
که د طالبانو جنګي حضور او قوت ته وکتل شي؛ نو موضوع روښانه ده ، چې طالب وسله وال د تېرو ۱۵کالو په دوام د دولتي ځواکونو ترڅنګ د امريکا په مشرۍ د ناټو غړو تقريبا ۵۲هېوادونو د پوځونو سره په جګړه بوخت دي او په هره جګړه کې، چې د ناټو ځواکونو سره يې کړې ده د ناټو په مقابل کې تش لاس حسابېږي؛ ځکه ناټو د وخت په نوو وسلو سمباله او هوايي ځواک وروسره دی ، چې په مقابل کې طالب وسله وال د مجاهدينو په دروان به همغه کلاشينکوف او راکټونو جګړې ته دوام ورکړ؛ خو د ناټو پوځونو که هرڅو يې د طالبانو د ځپلو ادعاوې کړي دي بيا هم په ټولو ولاياتو طالب وسله وال د دولتي پوځونو او ناټو دقواوو سره جګړې ته دوام ورکوي.
يوه بل دا چې تراوسه پورې د داعش ډلې دومره حضور نه دی څرګند ، چې طالب مشران د کوم هېواد سره د دوی پرخلاف مرستې ته اړ شي. د زابل په شمول په څو ولاياتو کې چې د داعشيانو سرونه راښکاره کړل طالبانو دومره وځپل چې بيا يې دژوند سا نه ده اخيستې .
د ننګرهار په ولايت کې چې ترزابله د داعش اکثريت ښکاري ؛ خو داعش ترې تراوسه پورې سر نه دی پورته کړی. که طالبان په دا ډول موضوع کې چې دافغان ولس ژونده، مال او سر په دې ژغورل کېږي، د کوم اسلامي او د سېمې هېوادونو سره تړون ولري آزادانه حق لري او په دې باب دهېچا حق نشته چې د نيوکې ګوته ورته ونيسي .
د هرهېواد وګړي د خپل مال سر او مال سره اوملي ارزښتونو د ساتلو لپاره د خپلې دفاع حق لري.
دا ولس چې طالب وسله وال دامريکا او دامريکا د ملګرو هېوادونو پرخلاف وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي دا د خپل هېواد دارضي تماميت ،ملي نواميسو او دافغان ولس د مال، سر د بقا لپاره جنګېږي ؛ چې امريکا زمونږ هېواد په بشپړه توګه اشغال کړی دی.
لومړی مجاهدينو دروسانو پرخلاف خپل مقدس جهاد ته د روسانو د شکست پورې دوام ورکړ او اوس يې دامريکا په خوله جهاد سنګر نيولی دی.
که يو شمېر غرب پلوي کړۍ په افغانستان دامريکايي او د امريکا د ملګرو هېوادونو پوځي حضور دهېواد اشغال ته اشغال نه وايي بيا نو د داعش په خلاف د فاع وزارت په کوم هدف دعملياتو پلانونو باندې بحث کوي.
زمونږ د پاکې خاورې په حريم که روسانو و او که امريکا يان دي يا د اعشيان يا بله جامه کې هرڅوک چې وي ، افغان مجاهدين يې د مقابلې توان لري . د روسانو په څېر چې امريکايانو هم پخپله ماتې اعتراف کړی هر تيری کوونکی به د ماتې سره مخ کړي. انشاءالله .

















