کابل ټکی کام فرید احمد
په استرالیا کې ويروونکۍ اور په درځنونو کورونه وېجاړ کړي دي.
راپورونه وايي چې دا وېره موجوده ده چې اور به له ساعتونو څخه ورځو او شپو ته وغځيږي.
چارواکي وايي چې وېکټوریا ایالت کې د کرېسمس په ورځ دغه لګېدلي اور له سلو څخه زیات کورونه وېجاړ کړي دي.
د سمندر په سیمه کې ۱۰۰ کورونه او سبیرېشن کریک سیمه کې ۲۰ کورونه سوځېدلي دي.
راپورونه زیاتوي چې د ځنګله اور تراوسه پورې مرګونه نه دي کړي، خو زیاتره ژویو ته یې زیان اړولی دی.
د وېکټوریا ایالت په جنوب لویدیځ کې د ګریټ اوشن سړک سره نږدې د اور د کنټرولو لپاره په سلګونه اور وژنکي تللي دي تر څو اور کنټرول کړي، خو داسې برېښي چې دا کار به ډېر مشکل وي.
زیاتره خلک د کال په دغه وخت او موسم کې د کرېسمس لمانځلو لپاره دغه سیمې ته ورځي او د پختن لپاره اورونه بلوي.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹ کال کې په وېکټوریا ایالت کې اور لګېدنې له امله ۱۷۰ کسان وژل شوي وو.


















