
یوه ښځه مې داسې ولیده چې..
عزیر اسدخیل
د رسول الله د تره ځوی او زوم علي رضي الله عنه وایي چې زه او میرمن مې فاطمة چې د رسول الله ص لور ده یوه ورځ د رسول الله ص کور ته ورننوتو، ګورو چې رسول الله ص ډیر سخت ژاړي.
ما ورته وویل چې زما مور او پلار دې درنه قربان شي ولې ژاړي؟
رسول الله ص وفرمایل:
علی! زه چې کله د معراج په شپه اسمان ته وختم نو زما د امت ښځينه مې د سخت عذاب په حالت کې ولیدې، اوس چې د هغوی سخت عذاب را په یاد شو نو ژړا مې نه دریږي.
- یوه ښځه مې داسې ولیده چې له ویښتو ځړول شوې وه او د سر ماغزه یې ایشیدل
- یوه ښځه مې داسې ولیده چې له ژبې ځړول شوې وه.
- یوه ښځه مې ولیده چې له سینې ځړول شوې وه
- یوه ښځه مې ولیده چې له پښو نه په اور کې ځړول شوې وه
- یوه ښځه مې ولیده چې د خپل بدن غوښې یې خوړلې او تر لاندې اور بلیدو
- یوه ښځه مې ولیده چې پښې یې له لاسونو سره تړل شوې وې او ماران او لړمان پر اخته وو.
- یوه ښځه مې ولیده چې په سترګو ړنده، په غوږو کڼه او په خوله ګونګۍ وه او د اور په تابوت کې پرته وه او د سر ماغزه یې د ورنونو او بدن نه راوتل.
- یوه ښځه مې ولیده چې د اور په قیچي ګانو سره یې د مخکې او شاته عورت غوښتې غوڅول کیدې
یوه ښځه مې ولیده چې سر یې د خنزیر او نور بدن یې د خره و، او پر بدن یې زرهاو رنګونه وو.
- یوه ښځه مې ولیده چې شکل یې د سپي و، د شا لخوا اور پرې ننوتو او له خولې یې وتلو، او ملایکو یې پر سر د اور ګوزارونه کول.
فاطمه رضي الله عنها وایی چې:
- کومه ښځه چې له ویښتو ځړول شوې وه هغه ښځه وه چې خپل ویښته یې له نارینه و نه پټول
- کومه ښځه چې له ژبې ځړول شوې وه هغه وه چې خپل میړه یې ځورولو
- کومه ښځه چې له سینې ځړول شوې وه هغه وه چې د میړه بسترې ته نه ورتله
- کومه ښځه چې له پښې ځړول شوې وه هغه وه چې د میړه له اجازې پرته له کوره وتله
- کومې ښځې چې د خپل بدن غوښې خوړلې هغه وه چې خلکو ته یې خپل بدن ښایسته کاوه.
- د کومې ښځې چې پښې له لاسونو سره تړل شوې وې او ماران او لړمان پرې اخته وو، هغې به کله ناکله اودس کاوه، لاړې به یې ګنده وې، د جنابت، حیض نه وروسته به یې غسل نه کاوه، پاکوالی به یې نه ساته او په لمانځه کې به سسته وه.
- کومه ښځه چې ړنده، کڼه او ګونګۍ وه هغه وه چې له زنا نه به یې زیږون کاوه، بیا به یې میړه ته منسوباوه.
- د کومې ښځې غوښه چې د اور په قیچې غوڅول کیدې هغه وه چې بدنامه او بدکاره وه.
- د کومې ښځې چې سر د خنزیر او بدن یې د خره وو هغه وه چې د خلکو تر مینځ یې جغلي کوله او درواغ به یې ویل.
- د کومې ښځې شکل چې د سپی و او اور یې د شا له لوري ورننوتو او له خولې یې وتو هغه وه چې مړو ته به یې چیغې وهلې.



