تبصره
د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې يوناما راپور ورکړى چې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله روان کال د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې، چې له امله به یې د افغانستان جګړه نوره هم پسې د اندېښنې وړ وګرځي.
يوناما په خپل خپاره شوي راپور کې ليکلي، د ٢٠١٨ز کال په لومړيو کې، يانې د جنوري له مياشتې راهيسې تراوسه، چې نهه مياشتې پوره کيږي، د تېر ٢٠١٧ ز او نورو کلونو په نسبت د ملکي وګړو د مرک ژوبلې کچه زياته لوړه شوې ده.
یوناما ليکلي، په افغانستان کې په لویه کچه د ملکي کسانو مرګ ژوبله روانه ده، او دا مرګ ژوبله له يوې ورځې بلې ته زياتيږي.
د راپور په اساس، په تېرو نهو مياشتو کې ٢٧٩٧ ملکي وګړي وژل شوي او تر٥٢٥٢ زيات ژوبل کړل شوي دي. (دا هغه شمېره ده چې يوناما ته په لاس ورغلې. د يوناما له شمېره پاتې که هم وشمېرل شي امکان لري په روان کال کې د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي.)
په تاجکستان کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ۱۷مه کلنۍ غونډه، د جمعې په ورځ پيليږي، چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه به برخه پکې اخلي.
په دې غونډه کې د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو په زياتوالي او په سيمه کې د ناامنيو د مخنيوي او نورو مسايلو د حل په اړه خبرې کيږي. د افغانستان لخوا اجراییه رئيس، عبدالله عبدالله، په دې غونډه کې ګډون کوي.
په غونډه کې به د هر هېواد استازی د خپلو هېوادونو په کړنو، سياسي استحکام، سوداګرۍ، پرمختيايي کارونو، اقتصادي ودې، او د سيمه ييزو همکاريو د زیاتوالي په موخه د هلو ځلو په اړه ويناوې کوي. خو د افغانستان له اړخه به ډاکټر عبدالله د څه استازيتوب کوي؟ کومې لاسته راوړنې به ورته وايي؟
د ملکي وژنو د سلنې په زياتوالي، هدفي وژنو، په هوايي بمبار کې د بې ګناه او بې دفاع افغانانو د وژنو، د بهرنيو او کورنيو هوايي ځواکونو لخوا پر خپلو امنيتي پوستو د بمبارونو، د اخلاقي او اداري فساد په اړه به خبرې کوي؟ دوی له دې پرته کومې لاسته راوړنې لري؟
د شانګهای په غونډه کې د نورو مسايلو د حل ترڅنګ د سيمه ييزو همکاريو پراختيا، د اقتصادي پروژو وده، د غړو هېوادونو تر منځ او سيمې سره د سوداګريزو اړيکو زياتوالی او په سيمه کې د ناکراريو پرځای د امن اوسکون لپاره سره يو لاس کېدل د غونډې اصلي موضوع ده. خو د افغانستان په استازيتوب به عبدالله کومه برخه کې خبرې کوي؟ او د چا استازيتوب به کوي؟ د هغه چا استازيتوب چې کال په کال یې په حکومت کې د ملکې وژنو سلنه زياتيږي، کال په کال ېې له هېواده د بې کاريو او ناامنيو له امله نورو هېوادونو ته د تلونکو ځوانانو شمېر زياتيږي، هغه چې کال په کال یې په حکومت کې اختلافات په استعفاګانو بدليږي؟
عبدالله به د شانګهای په غونډه کې د نورو غړو هېوادونو له استازو، د تاجکستان کوربه هېواد له لومړي وزير، د چين، قرغزستان، بلاروس، هند او نورو هېوادونو له مشرانو سره وګوري. خو له ليدلو به یې هدف څه وي؟ د خپل حکومت په استازيتوب یې دې غونډې ته څه لاسته راوړنې ورسره وړې دي؟
عبدالله د شانګهای سازمان ۱۷مه غونډه کې له پورته ناکامیو پرته بل څه د وینا لپاره نه لري؛ که نور څه وايي، هغه به له حقيقته لیرې وي.


















