دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغانان او ټاکنې.. کله به سترګې خلاصوي؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اکتوبر 11, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
په ۲۰۱۴ز کال کې د انتخاباتو پر مهال په کندهار کې پر یوه دېوال کښل شوی انځور چې خلک رايي اچولو ته وربولي. / AP

په ۲۰۱۴ز کال کې د انتخاباتو پر مهال په کندهار کې پر یوه دېوال کښل شوی انځور چې خلک رايي اچولو ته وربولي. / AP

102
ځلې شریک شوی
182
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عزام حقاني

افغانان نن په یو داسي حالت کي قرار لري چې رڼا ورته تیاره او تیاره ورته رڼا معلومیږي ، خلاصون ته د هلاکت او هلاکت ته دخلاصون په نظر ګوري.  روښانه تاریخ یې مخ ته پروت دی  عبرت او گټه  ورڅخه نه اخلي، داسي چاته دامید په نظر ګوري چې هغه یې اصلي دښمن دی.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

عجیبه ده د یو داسې هیواد وګړیو خو به بیا هیڅکله تیروتنه نه کوله کوم چې یو شی بار بار تجربه کړي.  درې ځلې انګریزانو زموږ هیواد اشغال کړ او یو ځلي روسانو اشغال کړ او دادی اوس امریکایانو تر خپل تسلط لاندي راوستی ، خو دوی لا دوست او دښمن  ونه پیژندی،  هر وخت د دښمن په غولوونکو شعارونه  خطاسوي دي،  خو چې کله بیا له عین قضیې سره مخ شي بیا یې تیر هیر کړي وي او دیو څو پیسو لپاره دبل دښمن دلاس اله شي، او دنوی دښمن ډول ته اتڼونه کوی ،  په همدي مورد رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان څورلس سوه  کاله مخکي خبر کړي چه ( لایلدغ المؤمن من جحر واحد مرتین) متفق علیه.  یعني یو مؤمن له یوه غار څخه دوه ځلي نه چیچل کیږي. خو مسلمانان سره له څراغه بیا هم په کندو کي لویږي ، دښمن هغه دښمن وي خو پوست یې بدل اغوستی وي، او نوم یې ځانته بدل ایښی وي،

نو ددي ټولو تجربو باوجود بیا همغسي عمل کول په دي دلالت کوي چي داخلک دعقل او فکر په ړوندوالي اخته دي،  که دعقل ړوندوالی نه وي نو څه دي چي د رڼا او څراغ سره سره بیا  هم د ظلمت او هلاکت په کندو کي لویدلي،  کوم څوک چی یې دنجات او سوکالۍ په لار بیایي هغه ته دازلي دښمن  او ازلي دښمن ته دوست او سوله راوستونکي په نظر ګوري.

دسترګو نابینا خو ښه وي چاته یې زیان نه رسیږي خپله که هر څومره په تکلیف وي

خو دعقل او فکر ړانده دیو پوره ولس د له منځه تللو او هلاکت سبب ګرځي .

دادی یو ځل بیا د تیر په څیر د انتخاباتو او ټاکنو په نوم تجربه شوې او ازمویل شوې جعلي پروسه باندې کار شروع ده او ښه په دزر سره مخ په وړاندې روانه ده ، هغه زاړه  ازمویل شوي وکیلان دي او هغه کاذب شعارونه یې دي کوم چې څوځلې پخوا یې هم دا ړوند ولس په تیر ایستلی وو او بیا وروسته د کامیابۍ نه هیڅ هم په عملي میدان کې چا ونه لیدل.

عجیبه ده یو هوښیار کس  به څنګه زړه ښه کړي چې راشي او رأیه ورکړي ځکه په تیر ځل ټاکنو کې د افغانانو رایې او نظر ته هیڅ احترام ونشو ،  بلکه د مشرۍ او زعامت لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جانکیري لخوا په کابل کې د امریکا په سفارت کې   دوه کسان انتخاب او د ملي وحدت په نوم حکومت یې رامنځته کړ ،

چې دافغانستان په تاریخ کې تر ټولو ناکامه او د پردیو ګټو ته ژمن حکومت ده.

او هم په تیرو پارلماني ټاکنو کې هغه څوک واک ته ورسیدل کومو چې د بهرنیو سفارتونو سره ښه له نژدې دوستانه اړیکې درلودې او هم  هغوی ته وفاداره وو.

خو افغانان په مجموع کې  بیا هم ځان نه پوهوي او عارفانه تجاهل کوي  چې داشغال او یرغل او یا دپردیو تر واک لاندي هیواد کې دهغه ولس او خلکو نظر ته کوم احترام نشته بلکې په اشغال شوي ملک کې انتخابات یو جعلي ،  غولوونکې او  اشغال اوږدوونکې پروسه ده ،  چې نور هم دهغه هیواد او خلکو ستونزي او مشکلات ډیروي او د اشغال د دوام لپاره زمینه سازي کوي.

په داسې حال کې چې دلته د ټولو ستونزو او مشکلاتو جرړه امریکایي اشغال او د امریکا حضور دی ، که په ریښتیا هم دا نوماندان ددې خلکو نماینده ګي کوي اود زیات شمیر افغانانو اساسي او عمده غوښتنه هم داده چې له ګران هیواد څخه د اشغالګرو لمن ټوله شي.

ایا کوم کاندید او نوماند په خپل شعار کې دا الفاظ ځای کړي دي چې  “د امریکایانو ایستل زما لومړی هدف دی؟؟؟  نه هیڅکله نه.

نو زما په اند هغه کس  چې په میلونونو روپۍ د دې لپاره مصرفوي چې ځان یو موقف او چوکۍ ته ورسوي په هیڅ صورت د دې جوګه نه دی چې بیا ملت او ولس ته خدمت وکړي ځکه دی مجبور دی چې مصرف کړې پیسې به د مظلوم او بیچاره ولس په غوښو باندې روپي په روپي جمعه کوي.

اخیر تر کله؟؟

هر ځل همدا کاندایدان او دا غوړې غوړې او لویې لویې وعدې دي چې دې  سرنا خلاص ولس ته یې ور کوي خو کله چې اخور یعني هدف ته ورسیږي نور دی او کنجاړه سره پیدا کړي او د هغې په خوړولو او ذخیره کولو خپلې ټولې کړې وعدې هیرې کړي.

دا ځکه چې په اشغال شوي او د پردو تر تسلط لاندې هیواد کې وطن ، دین او ولس ته وفادار او مخلص کس نه ځان کاندیدوي او نه کامیابیږي.

تجربو ثابته کړې ده چې د اشغال تر سیطره لاندې هیوادونو کې انتخابات او د ټاکنو په نوم څه کول د هغه هیواد د خلکو احساسات او ولولې په نطفه کې وژني ، ځکه همدا انتخابات او ټاکنې دي چې اشغالګر خپل وحشت او بربریت ښه په زړورتیا سره کوي ځکه د توجیه لپاره یې خپل روزلي غلامان د انتخاباتو له لارې په ولس باندې تپلي دي.

همدا راز په اشغال شوي هیواد کې ټاکنې د هغه هیواد د خلکو ستونزي او مشکلات د ختمولو پر ځای نورې هم زیاتوي  ځکه د همدې ټاکنو له امله اشغال ته زمینه سازی کیږي چورلټ او واضح یرغل ته یو او بل نوم ور کول کیږي ، ددې پرځای چې هیوادوال د یرغلګرو په ضد قیام وکړي د انتخاباتو په نوم تیر ایستل کیږي چې ستاسو په خوښه به نظام جوړیږي او هغه څوک به ټاکل کیږي کوم چې ستاسو خوښ وي.

بیا هم یادونه کوم چې نن ورځ

دانتخاباتو له لاري  اشغال ته قانوني بڼه ورکول کیږي لکه څنګه چې یې د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو سره امریکایانو ته د ملکي افغانانو د وژلو قانوني جواز ورکړ !!

نو! زموږ مسؤلیت دادی چې له هرې ممکنه لارې څخه په استفادې باید د ګران هیواد د آزادۍ او استقلال لپاره مبارزه وکړو له هغه وروسته به نظام جوړو او ټاکنې به په خپلواکه او با امنه فضاء کې کوو.

نور که مو هیڅ په وس نه وي پوره دا خو کولی شو چې په دې جعلي ، مکاره او اشغال اوږدوونکې پروسه کې برخه وانه خلو ځکه که موږ ور نه شو همدا پروسه  خود به خوده له ناکامۍ سره مخ ده.

په اخیر کې زړه له درده دا یادونه کوم  چې په نړۍ کې ژر تیر ایستونکی قوم افغانان دي چې بیخي په اسانۍ سره د یو چا تر تاثیر لاندې راځي!!!

یا ربنا ته مسلمانانو  ته له دي حالت څخه نجات ورکړې  !!!

مخکینې مطلب

 د شانګهای غونډه کې د ولس وژونکي حکومت استازيتوب

بل مطلب

طالبانو له سره صلیب کمېټې سره لغوه شوی تړون بېرته معتبر کړ

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com