کابل ټکی کام ۰۷جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
برېټانیا پرېکړه کړې ده چې یو ځل بیا به هلمند ته ځواکونه واستوي، تر څو هلته له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، او هلته خپل پوځي مأموریت پیل کړي.
خو له بلې خوا هلمندیان وايي چې د برېټانويي ځواکونو په ورتګ به د هلمند نا امني څو برابره زیاته شي.
دوی وویل، په هلمند کې بهرني ځواکونو کومه پایله نه ده ورکړي، او د بیا پوځي مأموریت پرانیستلو اجازه باید ورنکړل شي.
دوی زیاتوي چې برېټانوي ځواکونه چې مخکې هم په هلمند کې مېشت وو، او پوځي مأموریت یې پر مخ وړو، خو خلکو ترې ښې خاطرې ونه لیدلې.


















