شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

رفیع الله جانه! وینه دې همداسې نه پاتې کېږي!/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اکتوبر 24, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
15
ځلې شریک شوی
190
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

الله جل جلاله ظالم حکومتونه نه پرېږدي او د داسې مظلومانو په لاسونو یې له منځه وړي، چې انسان یې هېڅ فکر نه شي کولی. د نړۍ په تاریخ کې لویې ـ لویې امپراتورۍ تېرې شوي، خو اوس یې یوه هم نه ده پاتې او ټولې له منځه تللي دي. همداسې له فرعون نه واخله تر اوسنیو فرعونیانو پورې د ظالمو خلکو حکومتونه پاتې شوي نه دي. د نړۍ د تاریخ وحشي او قاتلین په ډېر بد مرگ مړه شوي او د اخېرت حسابي خو یې له الله جل جلاله سره ده.

د امریکا د یرغل وروسته له امریکا سره جهاد یوازې یو خیال کېدای شوای. امریکایانو د ظلمونو، بمباریو، وحشتونو، چاپو، وژنو او بندي کولو څخه خلک په تنگ شول او د نړۍ یوې مجهزې ډلې«امریکا+ناټو» ته یې غېږه ورکړه او ننني حالت د امریکا او د ناټو د ماتې او د طالبانو د بریا نښې ښکاره کېږي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تش لاس طالبان او په الوتکو، جېټونو، هیلکپوټرو، بې‌پېلوټه، ټانگونو او زغره‌والو موټرو مجهزو عسکرو سره جهاد یوازې د الله جل جلاله په نصرت ترسره شو. گنې هغه طالبان چې په نړۍ کې یې هېڅ د امن ځای نه لرلو؛ خو اوس د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي او په قطر کې دفتر هم لري. نړیوال د افغان حکومت په پرتله پر طالبانو ډېر باور کوي او په لویو مسئلو کې ورسره حتماً خبره شریکوي.

د افغان حکومت او امریکایانو ظلمونه لا ختم شوي نه دي. په خوست او پکتیا کې د کمپاین عسکر، په غزني کې پاڅون‌وال، په پکتیکا کې د عزیزالله پاتې شوني، په سویلي ولایتونو کې د جبار قهرمان زامن«سنگوریان» او د رازق لغړیان، په شمالي ولایتونو کې د دوستم ملېشې، په مرکزي ولایتونو کې د شمال ټلوالې ملېشې او په ننگرهار کې د صفر ۱ قطعه هغه ډلې دي، چې هر ساعت جنگي جنایتونه کوي او ټول ملکیان په نښه کوي. د عامو خلکو کورونه لوټي، وسایلو ته یې اورونه اچوي او د کورنۍ بشپړ غړي له منځه وړي.

تېره ورځ د جلال اباد ښار د عربانو په سیمه کې د صفر۱ قطعې وینه زبېښونکو ځناورو یو حافظ، یو محصل او امام بیا شهید کړ. د ننگرهار ولایت مقام په ډېرې سپین‌سترگۍ قاري رفیع الله عرب د طالبانو د جلال اباد ښار مسوول کس بللی دی. شهید رفیع الله لومړی د کورنۍ د غړیو په مخ کې په ډزو وېشتل شوی او هغه وخت ورته د روغتون د وړلو اجازه ورکړل شوې، چې د نوموړي وروستۍ سلگۍ وې.

رفیع الله مې له نږدې پېژانده. د امامت په اجوره یې ژوند روان کړی و او د واده یې لا کلونه پوره شوي نه وو.

د ننگرهار له ځايي چارواکو څو پوښتنې…

۱: رفیع الله عرب د جلال اباد اوسېدونکی و. همدلته اوسېده، نو ستاسې استخباراتي کارکوونکو ولې په دومره ځنډ خبر درکړ، چې شهید رفیع الله د جلال اباد ښار د طالبانو مسوول دی؟

۲: د طالبانو د ښار مسوول به بیا په ښار کې ژوند غوره کړي. هغه خو یوازې چریکي عملیاتو ته راځي او بېرته د سترگو په رپ کې د غرونو لمنو ته پناه وړي.

۳: ایا د رفیع الله په باب داسې معلومات درسره شته، چې اوس یې رسنیو ته وښيئ او نوموړی مجرم ثابت کړئ؟ نه داسې معلومات به هېڅکله پیدا نه کړئ او نه به یې خلکو ته د نمونې په ډول وښيئ.

ان شاء الله د رفیع الله په شان د زرگونو ځوانانو وینې به رنگ راوړي او دغه گوډاگی نظام به هم د ډاکټر نجیب د نظام په برخلیک اخته کېږي او اوسني مسوولین به یې د ښار په بېلابېلو واټونو کې ځوړند سرونه راځړېډلي پراته وي او زموږ د دې دنیا حسابي به موږ ورسره په خپله کړي وي.

لوی ټکي: خالد روانصفریک قطعهملکي خلکو وژلمهمننگرهار
مخکینې مطلب

ننګرهار: صفر یک قطعې اووه ملکيان وژلي، يو شمير ټپيان دي

بل مطلب

واشنګټن پوسټ: له نيمايي زيات افغانان په انتخاباتو کمېسيون باور نه لري

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com