شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

کتاب: له ژونده خوند واخله – شپږم عنوان

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اکتوبر 25, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
131
ځلې شریک شوی
224
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

ليكوال: د.محمد العریفي

ژباړن: نصرت الله محمود

په تیرو اوبو پسې کره مه وړه

ځیني خلک خپل هغه طبیت ته اعتبار ورکوي چې پرې را لوی شوي.. او خلکو پرې پیژندلي.. او په همدې اساس یې د خلکو په ذهن کې یو انځور جوړ شوی.. دا د ځان لپاره یو لازمي شی ګڼي چې بدلون یې ناممکن ده.. نو همدې ته تسلیم شوي او قناعت یې پرې کړی.. لکه څنګه چې د خپل بدن جوړښت او د پوستکي رنګ ته تسلیم شوي.. چې بدلون یې امکان نه لري..

خو هوښیاران بیا په دې نظر ورته ګوري چې ډيری وخت د طبیت بدلول د جامو له بدلولو اسانه وي!!

نو زموږ طبیتونه له ورخه د تیرو اوبو په څیر نه دي چې راګرځول یې ناممکن وي.. بلکې هغه زموږ په لاسو کې دي.. بلکې په ځینو مشخصو طریقو سره کولی شو چې د خلکو طبیتونه او شاید عقلونه بدل کړو..

ابن حزم په خپل کتاب )طوق الحمامة( کې یوه کیسه ذکر کوي چې:

په اندلس کې یو مشهور سوداګر وو.. دده او څلورو نورو سوداګرو تر منځ سیالي شوه.. هغو دی بد ګڼلو.. نو اراده یې وکړه څو دی په تکلیف کړي.. نو یوه ورځ له کوره راووت او د خپلې هټۍ پر لور روان وو.. سپین کالي یې په ځان او سپینه پګړۍ یې په سر کړې وه.. لومړی کس ورسره مخ شو روغ بړ یې ورسره وکړ بیا یې پګړۍ ته ښه ځير شو او ویې ویل: دا زیړه پګړۍ څومره ښه درسره ښکاري..

سوداګر وویل: ړوند شوی یې؟!! دا سپینه پګړۍ ده..

سړي وویل: نه زیړه ده.. زیړه ده خو ښکلي ده..

سوداګر پریښود او ترې روان شو..

لا یې څه مزل نه وو کړی چې د دویم سره مخ شو.. هغه سلام پرې واچاوه بیا یې پګړۍ ته متوجه شو ویې ویل: نن څومره ښکلی ښکارې.. څه ښې جامې دې په ځان دي.. په ځانګړي ډول دا شنه لونګۍ..

سوداګر وویل: اې سړیه لونګۍ سپینه ده..

سړي وویل: نه شنه ده..

سوداګر وویل: سپینه ده.. زه له مانه..

بیچاره روان شو او له ځانه سره بونګیده.. کله کله به یې په اوږې پرتې شملې ته وکتل.. ترڅو ځان یقیني کړي چې سپینه ده.. خپلې هټۍ ته راورسید.. او د قلف په خلاصولو شو.. چې دریم راغی.. ویې ویل: فلانکیه.. نن ورځ څومره ښکلې ده.. او په ځانکړي ډول ستا جامې څومره ښایسته دي.. او دې نیلي لونګۍ خو دې ښایست نور هم زیات کړی.. سوداګر خپلې لونګۍ ته وکتل ترڅو له رنګه یې ځان یقیني کړي.. بیا یې په غوسه وویل: اې وروره زما لونګۍ سپینه دههههه..

سړي وویل: نه نیلي ده.. خو ډيره ښایسته ده.. مه خفه کیږه.. او ترې تیر شو.. سوداګر ورپسې نارې کړې.. پکړۍ سپینه ده.. بیا به یې ورته وکتل.. وابه یې ړوله راوابه یې ړوله.. په هټۍ کې کیناست.. لا یې له لونګۍ نه پام نه وو اوښتی..

چې څلورم راغی.. ویې ویل: فلانکیه سهار په خیر.. ماشاء الله دا سره لونګۍ دې له کوم ځای نه اخیستې؟!

سوداګر چیغه کړه: زما لونګۍ نیلي ده..

سړي وویل: نه سره ده..

سوداګر وویل: نه شنه ده.. نه.. نه.. بلکې سپینه ده.. نه.. نیلي ده.. توره ده..

بیا یې وخندل.. بیا یې چیغې کړې.. بیا یې وژړل.. بیا پورته شو او په ګډیدا شو!!

ابن حزم وایي: بیا به ما د اندلس په کوڅو کې لیده چې ماشومانو به په تیږو ویشته!!

کله چې دوی په لومړنیو او عادي وړتیاوو سره د یو سړي طبیت.. بلکې عقل وربدل کړ..

نو د هغه وړتیاوو په اړه څه فکر کوئ چې لوستل کیږي..

او د وحې په نور سره منورې وي.. او د الله د رضاء د ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي..

نو کومې نیکې وړتیاوې دې چې مخ ته راځي عمل پرې وکړه ترڅو نیکبخته شې..

که وایې: نه یې شم کولی..! وایم: کوشش وکړه..

که وایې: نه پرې پوهیږم..!! وایم: زده یې کړه..

یقینا چې علم په زده کړې سره ترلاسه کیږي،

حاصل:

میړني د خپلو وړتیاوو زیاتولو نه وړاندې ځي..

او د نورو وړتیاوې ور زیاتوي.. تر دې چې وربدلوي يې!!

لوی ټکي: کتاب: له ژونده خوند واخله
مخکینې مطلب

د قهرمان او جنرال د فاتحې نه اخیستونکی والي له دندې ګوښه شو

بل مطلب

رهایی ملابرادر سُمبل پایداری گرامی باد!

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com