دا وخت، چې په هره مسئله اوخبره کې الکټرانیک دور یادیږي او د تېرو وختونو په پرتله ورته پر مختللی عصر ویل کېږي ،د هېواد مخابراتي سسټم د حیواناتو دمعلوماتي سستم ځاي ونیو، لکه دمخه به معلومات د یوه هیواد څخه بل هیواد ته په نظامي سطحه تربیه شوو کوترو په وسیله لېږل کیدل اوس لومړۍ مخابراتو او بیا موبایل او ورپسې د نیټ په دودولو سره د الکټرانیک یا الکترونیکي دور ته پر مختللی دور وایي.په همدې ډول کمپیوټر ، چې په ټوله نړۍ کې افغانانو وروسته وپیژانده . دمیکانټاش سستم څخه لیپ ټاپ ته را ورسیدل چې د وخت په تیریدو سره پکې نوی والی او د کمپیوټر ترڅنګ کمپیوټر سره تړلو وسایلو کې هم د تیر وخت په نسبت نوی والی راځي.
څرنګه چې دمیکناټاش سستم ځاي لیپ ټاپ ونیوه دا رنګه دفلاپي ځاي یو، اس، بي ونیوه .
په انګلستان او امریکا کې یو نوی ترټول وړوکی او تر ټولو ارزانترین کمپیوټر مارکیټ ته را ایستل شویدی ، چې تقریبا ټول قیمت يې ( 300 ) افغانیو ته رسیږی.
پدې ارزانه کمپیوټر کې 512 ایم بی ریم لګیدلی او د نیټ سره ښه اسانۍ سره وصل کیږي او څومره معلومات چې نورې کمپیوټرې په یوه وخت کې ورکولای شي، دا ارزانه کمپیوټر يې هم ورکوالی شي اما په زړه پورې خبره داده ، چې په لندن کې یوه معلوماتي مجله چې ټول قیمت يې تر 5 ډالرو لږ څه زیات دی چې دا تر 5 ډالرو لږ څو زیاته مجله څوک واخلي دا ارزانه کمپیوټر هم ورسره وړیا ورکوي چې په لندن کې ددې کمپیوټر له امله دمجلې پلورل زیات شویدی.


















