شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ولسمشره! کمپایني نه، رښتینې وعدې وکړه / نعمان لطیف

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اکتوبر 29, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
388
ځلې شریک شوی
131
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

دطالبانو وخت کې چې دهېواد سرکونه خامه ول او داخل کې باربري موټر له روسانو را پاته کوماز او شش پای موټرې وې. په هغو موټرو زیات وخت وتلی ؤ، په سرک به چې روان ول لکه ګوزڼ چې وهلي وي ټول به ګړبېده

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

ددغو زړو کوماز موټرو کوم موټروان په داسې سرعت کې روان دی چې نېږدې ده باډي ترې وغورځي. یو چا ورغږ کړی دی: استاده باډي دې غورځي.

استاد چورت وهلی لکه چې مسخره راپورې کوي. تر ښېښې یې خوله پسې ورکاږلې ده: باډي یې څه کوې کش ته یې وګوره، او زیاتي یې ایکسلېټر ته پښه سمه ور تمبه کړې ده.

ولسمشر غني پرون هلمند ته تللی ؤ. هلمندیانو ته یې یو غر ښوروا او بل غر غوښه کړ. دقیقه کې یې د کجکي بند پراخ کړ، دبرېښنا سترکګۍ یې پرې وتړلې او دبرېښنا لاینونه یې ټول هلمند ته وغځول.

هلمند تک سپینه رڼا شو، دستي یې منډه کړه د یؤه روغتیایی کمپلکس ډبره یې هم ورته کېښوده، چکچک جوړ شو او ناست خلک په خیالونو کې ورک شؤل.

اوس که غږ ورته کوې چې وا ولسمشره باډۍ دې ګړبېږي، لومړی یې نټونه سم ټایټ کړه او بیا موشم واخله، هسې نه درنه پرېوځي؛ جذباتي سړی دی، دستي به درته ووایي: باډۍ څه کوئ کش ته مې وګورئ، که په باډي وطن جوړېدلای، مسعود او رباني، دوستم او مجددي به جوړ کړی وای، تاسو وګورئ چې څنګه ژر د کجکي بند درته پراخؤم، په روغتیایي کمپلکس درته کار شروع کؤم او ….

وطنونه په ډوزو نه جوړیږي، عملي کارونو ته اړتیا لري – اضافي وعدو او کمپایني ډوزو ته نه، داسې مخلصانه وعدو او کړنو ته اړتیا لري چې دستي کارونه پیل شي.

ولسمشر چې ننګرهار ته تللی ؤ، هلته یې هم د یؤه روغتیایي کمپلکس ډبره کېښوده. کابل ته رسیدلی نه ؤ خلک وپوهېدل چې دروغتیایي کمپلکس دا دریم ځل دی چې افتتاح یې کیږي.

د ننګرهاریانو سره یې یو کال کې دننه د ۶ زره ښوونځیو جوړولو وعده وکړه؛ اوس که څوک ننګرهار کې دمعارف حال وویني دننګرهاریانو په مستقبل به اوښکې توی کړي.

معارف په ټپه ولاړ دی، پوستې پکې جوړې دي او دښوونځیو دروازې دزده کونکیو پر مخ تړلي دي، فقط استادان دتړل شویو دروازو تر شاه ناست دي چایونه شوپوي.

پوهنتونو کې مات ګوډ درسونه شته دی خو د شپني پوهنځیو دسمستر فیسونه له دری زره افغانیو اووه زره افغانیو ته پورته شوي دي.

په داسې حال کې چې بستونه نشته دی او که شته دی نو په ډالرو او خپلوان شریکۍ دي، د خلکو اقتصاد صفر دی، بېکاري اوج ته رسېدلې ده او فیسونه او نرخونه مخ پر پورته روان دي؛ ننګرهاریان وایي له هغو شپږو زرو خیالي ښوونځیو تېر یو، دې شته ښوونځیو ته دې راته لاس رسی ممکن کړي او دژوند تېرؤلو حق دې راکړي.

کابل له امریکا پرته له هیچا سره د اړیکو هوډ نلري او یا واک؛ ګاؤنډ کې یې پراته له مخې د ځان بد خواه کړي دي. مخکې پاکستان دښمن ؤ اوس روس او ایران هم ددښمنانو لیست کې اضافه شول، بله ورځ به چینایان هم راته دښمنان کړي.

سړی نه پوهیږي چې ددې سړي خپلې باډۍ ته څنګه پام نشته دی او پر مخ همداسې په فُل ایکلسلېټر ولې روان دی؟!

طالبان ورځ تر بل په سیاست کې مطرح کیږي او له ګاؤنډیانو سره دوستانه اړیکي پیدا کوي او ټینګوي خو کابل په سیمه کې د اسرائیل بڼه غوره کړې ده او ټول دوستان یې له لاسه ورکړي دي، فقط لکه په سؤره کې واده شوې نجلۍ چې ټول کور یې دښمنان وي او یواځې دمېړه (امریکا) دوه سترګو ته شپې سبا کوي.

مخکینې مطلب

بنګله دېش غوره لیګ لپاره اووه افغان لوبغاړي اخيستل شوي دي

بل مطلب

روزګان: مشهور اربکی قومندان شجاعي ټپي، مرستيال او شل اربکيان يې وژل شوي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com