کابل تکی کام ۰۸جدې/۱۳۹۴، آرین افغان
نن د افغانستان او زمبابوې دویمه نړیواله ۵۰اوریزه لوبه په شارجه کې ترسره شوه، د لوبې پچه د زمبابوې لوبډل مشر وګټله، او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، د زمبابوې ملي لوبډلې په ټاکلو ۵۰اورونو کې د ۷لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۳منډې وکړې، او افغانستان ته یې ۲۵۴منډې هدف ورکړ.
د افغانستان له خوا په توپ وهنه کې دولت ځدران ۳، محمد نبي ۲ او روښان بارکزي ۲ وېکټې واخیستې.
د یادونې وړ ده چې د روښان بارکزي دا لومړنی نړیواله لوبه وه.
افغانستان د یاده هدق په تعقیب ډېر پر اعتماده لوبه پیل وکړ.
افغانستان د شهزاد محمدي د خورا ښې لوبې په برکت یاده هدف پوره کړ، شهزاد ۱۳۱منډې وکړې او ناسوځېدلی له میدانه ووت.
افغانستان یاده لوبه په ۴وېکټو او ۱۴بالونو وګټله.
افغانستان اوس په یاد سریز یا د لوبو په لړۍ کې د زمبابوې نه ۰-۲ مخکې شو.


















