شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

له ولسمشر غني کوم کارونه پاتې دي؟/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
نوومبر 4, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
8
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشریزو ټاکنو ته وخت رانږدې شوی او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماندانو سر له اوسه کمپاینونه پیل کړي دي. د ملي امنیت شورا پخواني مشر حنیف اتمر اوس امریکايي بمبار غندي، خو همدغه اتمر څلور کاله وړاندې له امریکا سره امنیتي تړون په پټو سترگو لاسلیک کړ. د حکومت په څلور کلنه دوره کې یې د امریکا ټول جنایتونه وزغمل، خو اوس د امریکايي بمبار مخالف شوی دی او وخت ناوخت یې غندي.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نورو نوماندانو سربېره د اوسني  گډ حکومت مشر اشرف غني هم نوماند دی. غني تېره اوونۍ وویل، چې غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا نوماند شي او خپل پاتې کارونه په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي. زه حیران یم چې غني کوم کارونه نیمگړي پرېښودل، چې بیا نوماند کېږي او خپل پاتې شوي کارونه به ترسره کوي؟

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

په افغان واکمنانو کې ډېر کمزوري اشخاص او کمزوري حکومتونه تېر شوي، خو له ۱۳۹۳ ـ نه تر ۱۳۹۷ پورې دغه دوره بېخي خرابه وه. حکومت د مرگ اخیري حد ته رسېدلی او افغانانو په خپل ژوند کې داسې ناکام حکومت تجربه کړی نه و. غني د خپلو ټاکنیزو شعارونو ټولې ژمنې هېرې کړې او له عبدالله عبدالله سره یې د گډ حکومت بنسټ کېښود.

غني د واک وږی و، خو واکمني یې داسې خرابه ده چې نه یې ارمان ووت او نه یې ولسمشري د ولسمشر په توگه وه. د بلخ له والي سره یې یو کال چنې ووهلې او یو والي د ټول نظام پرضد غږ پورته کاوه، ولسمشر ته یې کنځلې کولې، په خپل ژمنو کې یې دروغجن باله، گواښونه یې کول او د ارگ د نیولو ښکاره خبرداري یې ورکول، خو غني د مصلحت په خاطر هر څه زغمل. عطاء محمد نور د یوې غټې معاملې پر بنسټ له واکه گوښه شو، خو د غني زور تر اخېره پرې ونه رسېده.

د غني واکمني هم داسې وه، چې هر ولایت ته یې بېلابېل شعارونه وړل. ځینې ولایتونه یې لومړۍ درجې ته پورته کړل، خو د خلکو ژوند کې هېڅ بدلون رانه غی، بلکې هر څه یې سرچپه ختل. ولایتونو ته د غني سفرونه هم د ټاکنیزو کمپاینونو یوه برخه ده او غواړي خلک بیا تېرباسي او بیا غوړې ژمنې ورکړي.

که غني بیا واکمن شو؟

که سوله وشوه او طالبان راغلل، نو د غني د راتلونکو پنځو کلونو خوبونه یوازې خوبونه پاتې کېږي. غني به محکمې ته وړاندې کېږي او د خپلو کړیو جنایتونو ځواب به وايي. د غني د واکمنۍ په موده کې په زرهاوو زره افغانان وژل شوي. د واکمنۍ دایره یې یوازې تر ښارونو پاتې شوه او طالبان وتوانېدل چې ۷۲سلنه خاوره تر خپل حاکمیت لاندې راولي. غني له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او د امریکا د هر جنایت پر وړاندې غلی پاتې شو. ده دومره هم ونه کړای شول، چې دغه بریدونه وغندي او له خپلو خلکو سره د خواخوږۍ تمثیل وکړي.

که غني بیا واک ته راځي، نو دا ځل به د گډ حکومت پر ځای پر یوه داسې حکومت هوکړې ته رسېږي، چې بیا به په ټوله نړۍ کې بې جوړې حکومت وي. کېدای شي دا ځل د اجراییه ریاست سربېره پکې نوی ریاست هم ځای کړي. عمر داودزی، عطاء محمد نور، حضرت عمر زاخېلوال، عبدالله عبدالله او حنیف اتمر به ټول حکومت کې وي. یو به ولسمشر بل به اجراییه رییس، بل به لومړی وزیر او یو بل ته به بل ځای پیداکړي. ځکه غني په معامله کولو کې تکړه او بې جوړې انسان دی او دا ځل به حتما همداسې یو اچاري حکومت جوړوي.

د غني د واکمنۍ مړي، ټپیان، بمبار، داعش، کډوالي، تش شعارونه او له اسلام سره ناخبري لا د خلکو له ذهنونو وتلي نه دي او نه به بیا د حکومت د واک پر گدۍ کېني.

لوی ټکي: امنیتي حالاتداعشغنيمهمهېواد ریانواکمنيولسمشریزې ټاکنې
مخکینې مطلب

واشنګټن ایګزمانيز: امريکا په افغانستان کې ماته ده، پر خپلو تګلارو دې غور وکړي

بل مطلب

شکاياتو کمېسيون: ټاکنو کمېسيون د ولسي جرګې ټاکنو په سم مديریت کې پاتې راغلی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com