کابل ټکی کام فرید احمد
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د ایران له رادیو سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش پروژه ناکامه ده خو لا هم له حد زیات تبلیغات ورته کیږي.
مجاهد وايي چې دغه ډله په افغانستان له خپل حد څخه زیاته ښودل کیږي. دده له قوله چې داعش ډله دومره قوي نده چې لپاره یې دې ائتلافونه جوړ شي.
مجاهد وايي چې د داعش په خلاف له روسیې سره ائتلاف ته هیڅ اړتیا نه ويني او دده په وینا چې داعشیان یوازې د ننګرهار ولایت په یو وړه سیمه کې راغونډ شوي دي چې د سیمې سر زوره او ناروا خلک ورسره یوځای دي.
دده په وینا چې داعش ډله د افغانستان د اصولو، قوانینو پر خلاف بڼه لري او همدا یې لامل دی چې نشي کولای په افغانستان کې خپل شتون یقیني کړي.
ویاند همدارنګه د طالبانو د مشر ملااخترمحمد منصور لیدل له پوتین سره رد کړل او دا یې د نړی د استخباراتو پروپاګنډ وباله او ویلي یې دي چې پدې سره دوی د داعش ډلې ته تبلیغات کول غواړي.


















