(کابل ټکی کام چهار شنبه، مرغومي ۹ مه، ۱۳۹۴ل) :
د پژواک خبري آژانس د خبر په استناد متحده عربي اماراتو حکومت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالرحمن زاهد خوشی کړی دی .
عبدالرحمن زاهد څو میاشتې وړاندې د عربي اماراتو حکومت نیولی وه، چې اوس يې بېرته خوشې کړی .
سرچینه وايي چې د زاهد خوشی کيدل به د سولې له پروسې سره مهم رول ولوبوي .
د پژواک خبري آژانس په راپور کې راغلي دي، چې نوموړی د ناسمو معلوماتو له امله بندي شوى وه اوس د اماراتو حکومت د هغه له نيول کېدو بښنه غوښتې او په اماراتو کې يې ورته د اسېدلو بلنه ورکړې .
د سرچينې په وینا عبدالرحمن زاهد به د سولې په دويم پړاو خبرو کې چې اټکل کيږي راتلونکې مياشت کې به پیل شي پيل شي مهم رول ولوبوي .
د طالبانو او د افغان دولت ترمځ د خبرو په اړه مختلف بیانونه ورکول کيږي خو تر دې دمه هېڅ کوم روښانه اقدام نه دی تر سترګو شوی .
بدرالدین ځواك


















