ليکنه: استاد فضل ولي « ناګار »
زمونږ د فکري ډګر ماتې خوړلي فنکاران تپل شوي سیاسي بدلونونه ذ ځان لپاره دومره لوړه بیه ګڼي، چې د نظامونو راپرېوتي سیاستمداران به يې هم دومره حساس تعبیر نکړي. په همدې اړوند زمونږ ستر جهادي ګټات، د قربانۍ حماسه، په ټوله نړۍ کې د ړومبي ځل لپاره پر سرې امپراتورۍ د سوبې ویاړمنه تاریخي کارنامه او برلاسي، روان نابرابره جنګ او د تش لاسو د ایمان زور، د مجاهد ولس ویاړمن تاریخي روایات تېر تکراري سمبولونه ګڼي، او هنري ارزښتونه په یوه ناڅرګند یون او ورکې لارې روانوي. چې له شک پرته دا نه بخښونکی جرم او له فن سره جفا ده. دوی خپل حق وکاراو؛ خو د زمانې هغه پاتې دی. ښایي دا پوښتنه ترې وکړي، چې ستا فن، فن نه سرې شنې بڼکې دي، چې هوا ته يې الوزوې. دا د فن توتیان نه دي، چې زمونږ رنځېدلي ولس ته خپلې نغمې په ملکوتي انګازو واړوي، او یوه ستره روحاني زمزمه ترې جوړه کړي. دغه ځای دی، چې فن د روح له ژورو لېرې کېږي او شعري تلازمات موسمي برساتونه وي، چې یو څو شېبې عمر لري.
له ښه بخته د تحت الشعور له تیارو نه د شعور پر لور د روحاني رڼاګانو مشالونه په لاس شاعران هم لرو، چې ښاغلی فیضاني یې پخپلو مستو زمزمو استازي کولی شي. زه به د خپلو خبرو د جوتــــتېا لپاره ورته د شاعر اسلام علامه اقبال (رح) شعر ډالۍ کړم:
من ان علم وفراست با پرکاهـــی نمیګیـــرم
که از تیغ وسـپر بیګانه ساز و مردغازی را
علامه اقبال (رح) دیوه ستر ګور په توګه هغه علم او پوهه د ګیاه په پاڼې هم نه اخلي، چې د فیضاني په وینا غازي جانان له تورې او سپره پردی کوي:
زه مالي چې ځولۍ تـــــــشه ګرځومه
هم غاټول هم ارغوان مې شهید شوی
په اوسني شعرکې یوه لویه ستونزه داده، چې شاعران د (ښکلا) او (جنس) په توپیر نه پوهېږي. ښکلا ډېره ستره او پراخه مانا لري؛ خو جنس له هېجانه وروسته بې ارزښته وي. ښکلا په ټولو کایناتو خوره ده؛ خو زموږ مقلدینو ته تش په زلفو او سترګو کې ښکاري. د بلاغت تقاضا داده، چې وینا (شعرونثر) دې د حال له غوښتنوسره برابره وي. پدې کچه د درانه فیضاني شاعري زموږ د جنګ ځپلې ټولنې او سپېڅلو روایاتو ښکلې عکاسي او په زړه پورې انځور دی.
هغه مست د اوبو شوراوس پکې نشته
د کابل د مـــاهیپرسینه زخمـــــــــي ده
دغسې دغه له شوره ډکه شاعري د عواطفو او احساس په تودو ولولو او د مقدسې ګروهې په بدرګه دمسؤلیت او رسالت د سرته رسولو په هیله د مجاهدملت د روحاني لوري او جهت د ټاکنې پرلور په یون ښکاري. په تلو تلو کې مې دا عذر هم دی، چې ماته د ښاغلي شاعر ټول شعرونه په لاس رانغلل؛ نو ځکه «برګ سبز تحفه درویش» به مې ومني.


















