شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

سوله، څومره هیلې او څومره اندېښنې؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
نوومبر 20, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
9
ځلې شریک شوی
112
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سوله ډېره مهمه ده. سوله د افغان ولس اړتیا ده او داسې اړتیا لکه څنګه چې اکسیجن ته اړتیا لري. بغیر له اکسیجنه ژوند سخت دی او موږ بغیر له سولې هره ورځ مړه کېږو. د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو وروسته خلک ډېر هیله‌من دي او ځینې خو داسې فکر کوي، چې سهار راپورته شي؛ نو په ټول هېواد کې به اوربند اعلان شوی وي او سوله به راغلي وي.

ځینې خلک کله د لنډمهالې ادارې خبره راپورته کړي، کله ووايي چې امریکایانو او طالبانو ترمنځ توفق شوی، چې ځینې امریکايي عسکر به پاتې کېږي، کله خو وايي چې ټاکنې به کېږي او په ټاکنو کې به طالبان هم درېږي او بیا د ملت خوښه ده چې چاته رایه ورکوي؟ طالبانو دغه ډول اوازې رد کړي، خو له زلمي خلیلزاد سره یې د افغان سولې په اړه خبرې ومنلې.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

خو یوه خبره باید په یاد ولرو. دلته د امریکايي یرغل پر وړاندې د اتلسم کال مبارزه روانه ده. هېواد مو په بشپړ ډول تر اشغال لاندې دی. چارواکي مو د امریکا او د ناټو لاسپوڅي دي. موږ په خپل هېواد کې هېڅ اختیار نه لرو، بلکې هرڅه امریکا په خپله ولکه کې ټینګ کړي. د امریکا د اجازې پرته د حکومت مشران کورونو ته تللی نه شي، نو داسې حالاتو کې باید د هیله‌مندۍ ترڅنګ لږ حقایق هم درک کړو. په دغه مبارزه کې زرګونه ځوانانو سرونه نذرانه کړي او دغه مشعالونو ته رڼا هره ورځ نور ځوانان هم ورکوي.

زه په پوره یقین سره وایم، چې طالبان به هېڅکله په ارزښتونو معامله ونه کړي او نه به له خپل شعاره یوه قدم شاته شي. زموږ او امریکایانو ترمنځ سرې کرښې معلومې دي. طالبان هېڅکله له دې سرو کرښو نه اوړي او نه پرې معامله کوي. که چېرې داسې کېدل، نو اوس به وختي طالبان هم په حکومت ورګډ شوی وای او «د اسلامي نظام قایمول، خپلواکي او د بهرنیانو وتل» به یې له یاده ویستي وو؛ خو نه داسې نه کېږي.

امریکا غواړي چې په عزت افغانستان پرېږدي. دغه خبره اوس نه دروغ ده، نه له حقیقته لرې ده، بلکې اوسني امریکايي چارواکي هم اعتراف کوي چې د طالبانو ماتول ناشوني دي او طالبانو په روانه جګړه کې ماتې خوړلې نه ده. امریکا په افغانستان کې د ویتنام په برخلیک اخته شوې او څومره چې ژر کېدای شي دوی نور پښې سپکوي. امریکا د سیمې په حساسیتونو او سیاستونو ښه پوهېږي او له اشرف غني، عبدالله او څو نورو نه پرته نور هېڅوک امریکایان نه غواړي.

موږ باید سولې ته هیله‌من شو، خو دومره هم نه. سوله هغه وخت راځي چې امریکایان په بشپړ ډول ووځي او یا اقلاً د خپلو عسکرو د ویستلو نړیوال تظمین ورکړي. طالب بندیان ازاد شي، اسلامي نظام قایم شي او افغانستان بېرته افغانانو ته وسپارل شي. داسې نه چې هېڅ نه وي شوي او بیا هم سوله غواړو.

اوسني ګډ حکومت ته پکار دي، چې د افغان سولې په اړه باید هېڅ راز تبصره ونه کړي. ّځکه نه طالبان له دوی سره خبرې کوي او نه د جګړې برخه افغان حکومت دی، بلکې حکومت د امریکايي قوماندې لاندې خپل افغانان وژني، ګنې اوس به د سولې شورا سره خبره یوه طرفه شوې وه. اشرف غني او عبدالله عبدالله دې د سولې تر وخته له حکومت او واکمنۍ نور خوند هم واخلي او د سولې په راتګ د دوی کډې حتماً بارېږي. ځکه راوارد شوي ناچله شیان بېرته مسترد کېږي.

لوی ټکي: امریکاحکومتخالد روانسولهطالبانمهمهیلې
مخکینې مطلب

د سولې مذاکرات او د اسلامي امارت څرګند دريځ!

بل مطلب

عمران خان: امريکا دې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان نه اچوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com