کابل ټکی کام ۱۰جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طلوع نیوز ټیلیوېژن د چارواکو له قوله خبر ورکړی دی چې د ځینو افغان پوځیانو د غفلت له کبله طالبانو د سنګین ولسوالۍ ځینې سیمې نیولي دي.
د یادې ولسوالۍ د پولیسو قومندان شینکی قره باغي د افغان ځواکونو د غفلت په تأیید سره ویلي دي چې دغه پوځیانو پخپلو وظیفو کې سستي کوله، او له کبله یې طالبان وتوانېدل چې د دغې ولسوالۍ ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
ده وویل چې دوی ته باید سزا ورکړل شي.


















