شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

توده تبلیغاتي جګړه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 28, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
13
ځلې شریک شوی
168
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمد الفاتح

په افغانستان کې د طالبانو ، بهرنیو ځواکونو او د دوی د افغاني دوستانو تر منځ د نظامي جګړې میدان ډیر ګرم شوی دی او د هرې ورځې په تیریدو لا ګرمیږي او دا په داسې حال کې ده چې ټولې خواوې د مخکې په نسبت سولې ته زیات میلان څرګندوي ، په سیمه او نړۍ کې هم د افغانستان د سولې په اړه ډیپلوماسي توده شوې ده.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

خو له بلې خوا د تبلیغاتي جګړې میدان هم ډير ګرم او تود دی ، د جګړې هر لوری پدې هڅه کې دی چې د خپلو افرادو روحیه لوړه وساتي ، د افغانانو ملاتړ تر لاسه کړي ، په سیمه او نړۍ کې د خپلې جګړه ییزې انګیزې لپاره مشروعیت تر ګوتو کړي.

امریکایانو او افغاني دوستانو يې د دولتي ملایانو غونډې جوړې کړې ، د طالبانو په خلاف يې فتواګانې ورکړې ، د مسجد الحرم د امامانو له قوله يې دطالبانو د مبارزې په اړه ډول ـ ډول انتقادي څرګندونې نقل کړې ، د سولې طرحې يې وړاندې کړې ، د خپلو وژل شوو جنګي قوماندانانو او نورو شخصیتونو د درناوي لپاره يې پراخه تشریفاتي مراسم ترسره کړل ، د دوی په پيژندګلوي کې يې ډير زیات له مبالغې ډک رسنیز فعالیت وکړ…

خو له بل پلوه طالبان هم کرار ندي ناست ، د خپلو دښمنانو د دولتي ملایانو فتواګانې يې سختې وننګولې دا يې خپل ولس او نړیوالو ته وښودله چې د مسجد حرم امامان یو ډول یرغمل شوي دي او کومې څرګندونې چې کوي د یو لړ فشارونو له وجې يې کوي ، د ګډ حکومت د سولې طرحه يې یوه تېرایستنه تلقي کړه او پر ځای پخپل لاس کې د سولې ابتکار د جګړې له اصلي لوري سره واخیست چې دوی ته يې تر اوسه یو څه مثبتې پایلې هم درلودلې دي او تر څنګ يې خپلو رسنیزو فعالیتونو ته هم زور ورکړی دی ، له ولسي افغانانو سره د ګډو ځواکونو ظلم او وحشت په ډيره ښه او مستنده توګه منعکسوي ، په جګړه کې د خپلو بریاؤ ويډیويي راپورونه خپروي ، کوم کارپوهان چې د بهرنیانو او ګډ حکومت په اړه انتقادي څرګندونې کوي هغه ډیر په بیړه له سره ايډيټ کوي او په ټولنیزو شبکو کې يې خپروي ، په ټولنیزو شبکو کې يې فعالان ډير زیات فعال دي او تر څنګ يې د خپلو سرتیرو بریدونو په اړه مستند فلمونه خپروي ، په دغو فلمونو کې دوی د خپلو سرتیرو بریدګرو معرفت وړاندې کوي ، ډير يې ستايي ، د خپلې داعيې د حقانیت په اړه ډيرې مدللې خبرې وړاندې کوي ، د خپلو  سرتیرو بریدګرو له پوځي روزنې څخه اخیستل شوو ژوندیو انځورونو ته ځانګړې توجه کوي او د خپلو ترسره شوو سرتیرو بریدونو په ډير عالي کیفیت جوړ شوي موډلونه او له بریدونو څخه اخیستل شوې حیرانوونکې ويډیوګانې وړاندې کوي.

د (۲۰۱۸) کال په (اګست) میاشت کې طالبانو د (الهجره) له ټلویزوني کانال څخه د فاتح کاروان (۱۲) په نامه یو (۷۳) دقیقه يي فلم خپور کړ چې په ټولنیزو شبکو کې د دوی د کاربرانو له لوري ډير زیات استقبال شو ،پوځي مانورې يې سرته رسولې وې او د سرتیرو بریدونو اخیستل شوې ژوندۍ ويډیوګانې وړاندې کړې وې او اوس يې د روان میلادي کال د نوومبر په (۲۷)د بدري لښکر (۷) په نامه یو ډیر جالب فلم خپور کړ ، دا () دقیقه يي فلم په عالي کیفیت جوړ شوی دی ، سرتیرو بریدګرو پدې فلم کې ډير اغیزناک پیغامونه ورکړي دي دا فلم د پکتیا ولایت په امنیه قومندانۍ په هغه مشهور سرتیري برید جوړ شوی چې بهرنیان او د دوی داخلي دوستان يې سخت ولړزول او د پکتیا د امنیه قومندان(توریالي عبدیاني) په شمول ډير زیات شمیر دولتي ځواکونه پکې ټپیان او ووژل شول ، ویل کیږي دا برید له هغه هاموې ټانګ څخه په استفادې ترسره شوی ؤ کوم چې طالبانو د پکتیا ولایت د جانې خیلو ولسوالۍ د نیولو پر مهال له دولتي ځواکونو څخه نیولی ؤ.

پدې فلم نړیوالو مشهورو کارپوهانو هم تبصرې کړې دي ، داسې ښکاري چې دا فلم د کابل د حکومت په اوسنیو او پخوانیو چارواکو هم ډير دروند تمام شوی دی ، دوی د دې فلم د پیکه کولو په موخه په ټولنیزو شبکو کې د خپلو حسابونو پر مخ هڅه کړې ده  له نورو لورو سره تړاو ورکړي ؛ خو د خپلې ادعا لپاره يې هیڅ ثبوت ندی وړاندې کړی .

د طالبانو دغه ډول فلمونه ډير زیات اغیزمنونکي دي ، د دوی افرادو ته زیاته روحیه ورکوي او د مقابل لوري افراد چې دغه فلمونه ګوري زیات مایوسه کیږي ؛ ځکه طالبان خپل وژل شوي افراد ستایي خو له بل پلوه بیا داسې راپورونه ورکول کیږي چې د وژل شوو عسکرو مړي له زیاتو خرابیدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل کیږي ، د جنازو مراسم يې هم ډير کمرنګه وي او حکومتي چارواکي يې هم د یاد لپاره کوم پروګرام نلري.

د چارو د شننوکو له انده د اوس لپاره داسې ښکاري چې طالبان د نظامي ډګر په څېر په تبلیغاتي میدان کې له بهرنیانو او د دوی له افغاني دوستانو څخه څو ګامه  وړاندې دي.

مخکینې مطلب

طالبان: په کابل کې پر بهرنیانو برید له هغوی څخه د ملکي تلفاتو غچ اخیستل وو

بل مطلب

طالبانو یوځل بیا له افغان حکومت سره خبرې رد کړې

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com