شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

جېنوا کنفرانس؛ که د افغانانو د وژلو یوه بله دسیسه!؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
نوومبر 29, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
20
ځلې شریک شوی
244
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د امریکايي یرغل وروسته هر کال او یا په دوو کلونو کې یو ځل د کفري نړۍ مشران راټولېږي او د افغانستان په هکله بحثونه کوي. په دغو غونډو کې ډېر تمرکز په افغانستان کې د بهرنیانو په پاتې کېدو او له افغان حکومت سره په نظامي برخه کې د پراخو مرستو وي.
عجیبه ده. دغو غونډو ته افغان مشران داسې شېک ورځي، لکه دوی چې له نړۍ خیرات نه اخلي، بلکې دوی نړۍ ته خیرات ورکوي. تاسې به د عبدالله عبدالله انځورونه لیدلي وي، چې په ټولو گډونوالو کې تر ټولو غوړ مشر د افغانستان وو. د هغه هېواد مشر چې خلک یې له فقر او غریبۍ خپل ماشومان پلوري او له نیمايي ډېر خلک یې په لوږه ویده کېږي.
ښه بېلگه یې د یونېسف د تېرې ورځې راپور دی، چې په هرات او بادغیس کې په تېرو څلورو میاشتو کې ۱۶۱ ماشومان د فقر او وچکالۍ له امله پلورل شوي. په دومره شمېر کې ماشومان هغه هېواد کې پلورل کېږي، چې نړۍ ورسره هرکال د میلیاردونو ډالر مرستې کوي او د ټولې نړۍ په کچه یې مشران په عصري موټرو، عصري ځایونو او په لوړو معاشونو کار کوي، خو عوام یې له لوږې خپلې د زړه ټوټې پلوري او یوې گوله ډوډۍ ته یې حیران دي.
نن اشرف غني یو ځل بیا نړیوالو ته غرونه غوښه او سیندونه یې ورته ښورا وکړل. اشرف غني په خپلو خبرو کې داسې غږېده، لکه ده چې د پاریس په استازیتوب په دغه غونډه کې گډون کړی وي او په افغانستان کې هېڅ ستونزه نه وي. ده نن د ټولو ړوندو نړیوالو په سترګو کې خاورې واچولې او دلته له شته ټولو ستونزو منکر شو. د بروکسل د غونډې په څېر یې یو ځل بیا تاریخ تېرې ژمنې تکرار کړي او د د غو ژمنو د پوره کېدو لپاره یې وخت وغوښت.
اشرف غني ولسمشریزې ټاکنې حتا له سولې مهمې وبللې او د سولې پر ځای یې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوله. دی بیا غواړي واک ته ورسېږي او پاتې څو میاشتو کې به یې سوله مهمه موضوع وي؛ خو هېڅکله به په دغه برخه کې عملي اقدام وانه‌خلي او نه طالبان له ده سره سوله کوي.
د جېنوا په روان کنفرانس کې یو ځل امریکايي ـ اروپايي هېوادونو له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو مرستې اعلان وکړ. د دغو مرستو ډېره برخه نظامي برخې ته ځانگړې شوې او په ملکي برخه کې به د تېر په څېر بیا هوايي ژمنې کېږي او پاتې کارونه به همداسې نیمگړي پاتې کېږي. دلته نظامي برخه ځکه مهمه ده، چې افغان حکومت امریکا او اروپا ته جگړه گټي. دوی پرې د پیسو بارانونه شروع کړي او افغان حکومت ورته د ځوانانو سرونه په قربانۍ کې ورکوي.
خو نه جگړه گټلی شي او نه په خپلې ناکامۍ اعتراف کولی، خو امریکايي چارواکي په بیا ـ بیا وايي، چې دوی په افغانستان کې جگړه بایللې او دلته یې پاتې کېدل د گټې پر ځای ورته زیان دی. خو افغان حکومت کله ټرمپ، کله سکاټ مېلر او کله زلمي خلیلزاد ته زاري کوي، چې تاسې باید له دې ځایه ولاړ نه شئ او دغه جگړه به موږ درته وگټو.
د جېنوا کنفرانس د تېرو کنفرانسونو د لړیو یوه بله کړۍ وه، چې افغان حکومت ته پکې د پراخه مرستو ژمنې ورکړل شوې او که امریکا د دغو مرستو مخکې پښې سپکې کړي، نو د اشرف غني او عبدالله په زړه به سخت ارمانونه پاتې شي. ځکه د عبدالله عبدالله به په هندوستان کې کورنۍ وږي شي او د اشرف غني طارق او مریم به په امریکا کې بې مزو شي؛ خو عام افغانانو په ژوند کې به هېڅ بدلون رانه شي.

لوی ټکي: افغانستان سره مرستېامریکاجېنواخالد روانسولهطالبانمهم
مخکینې مطلب

طالبانو یوځل بیا له افغان حکومت سره خبرې رد کړې

بل مطلب

ملګري ملتونه وايي: طالبانو سره دې مخامخ خبرې وشي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com