کابل ټکی کام ۱۱جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
العالم خبري رسنۍ خبر ورکړی دی چې د نوي ۲۰۱۶م کال د لمانځلو لپاره برج خلیفه ته څېرمه په یوه هوټل کې جشنونه جوړ شوي وو، چې په غم بدل شو، هوټل د اور په لمبو کې پټ شو.
تر اوسه پورې د اور لګېدنې لامل نه دی ښودل شوی، خو کیدای شي دا د هغه اور وجه وي چې د مراسمو لپاره تیار شوي وو.
دا چې هوټل په سرو لمبو کې پټ وو، خو بیا هم په جشن کې زرګونه ګډونوال ښځې او نارینه خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
له بلې خوا د دوبۍ چارواکي وايي چې اور یې مړ کړی دی، او سیمه یې تخلیه کړې ده.
ویل کیږي چې په دغه هوټل کې د هر نوي کال د لمانځنې لپار جشنونه کیږي، چې د نړۍ له نورو هېوادونو څخه هم ورته خلک راځي، او د اور مراسم لمانځي.
له پېښې وروسته د دبۍ په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی وو، او د پېښې ځای ته ګڼ امبولانسونه او د مرستندویه ټولنو غړیو ځانونه رسولي دي.
د یادونې وړ ده چې یاد هوټل د دبۍ ۱۱۹پوړیزه ودانۍ ترڅنګ چې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ بلل کیږي موقعیت لري، او د همدې لوړپوړې ودانۍ چارې په ۲۰۰۸م کال کې بشپړې شوې.
یاد هوټل ۱۹۶اپارتمانونه لري او ۶۲۶اطاقونه لري.



















