خوشال « درانی »
نرسې په خوښۍ وویل، خورې مبارک لور دې ده!
غوټۍ غلې شوه، لور؟
ــ هو، ولې؟
خیریوسې!
په سترګو کې یې اوښکې ډنډشوې، دایې اتمه شوه!
نرسې سروخوځاوه، نو ستا په لاس کې خونه دي؟
ــ زه هم همدا وایم.خورې بل چاته یې ورکړه، یایې خپله واخله.که مې خواښې خبره شې، دا وار مې مړه کوي، خیردی زما زړه پرې نه کېږي، ته یې واخله!
دخدای ج له پاره، زه یې نه وړم.
ـــ نوکورکې به څه وایې؟
ورته به ووایم، چې مړه شوه. مړی یې ډاکترانو یوړ.خواښې خوبه مې خبره نه وې؟
نه هغه بهرده، ویده به وي، ورته ووایم؟
نه!
خیردی ته ددې انجلۍ غم وکړه.
نو زه یې څه کړم؟
ته یې یوه چاره وکړه.
زه نه قاتله یم او نه داکارکوم.
زما لخوادرته بخشش ده.
زه په خپله څلورلورګانې لرم!
تاته دې خواښې څه نه وایي؟
نه!
څه ښه خواښې به دې وې؟
دلور په زېږولودرته څه نه وایې؟غونی یې زېږ شو، ښه په زوره زوره یې وژړل.
دخونې ور خلاص شو.
خورې!څنګه شوه؟
مبارک مورې لمسۍ دې پیداشوه.
څه شی، لمسۍ؟
هو
په تندر یې وهم، ډېرې کمې وې، چې بله هم پیداشوه؟
داینګور خواته نږدې شوه، څه برنده پرته یې. ته به وایې چې اپلاتون یې زېږولی؟
تنې ته دې وګوره، یوزوی دې په شل کلو کې پیدانه شو؟
شرمېږې نه، دتربورانو مې لورنه پیداکېږي او ته دخره لور همدالورګانې زېږه وې.
نرسې په حیرانۍ ورته کتل مورې ته خوکفر وایې.
زامن فقط ددې په لاس کې دي. داخو د الله په لاس کې دي، چاته زامن ورکوي، چاته لورګانې.
ــ ته مې اعصاب مه خرابوه، یوزوی مې دی، زوړشو، خودزوی ارمان یې پوره نه شو.دې مرادې پرې څه جادوکړی،کنه وخته به مې ورته بله ښځه کړې وه.
دخونې ورپه زوره راخلاص شو.
ډاکترې صیب! ډاکترې صیب!ته راشه په دې بله کوټه کې دیوې ښځې زوی وشو، خو نه لاسونه لري، نه پښې، سریې هم دبل شي دی!


















