فراه ولايتي شورا: د مرکز اړوند د طالبانو بريد کې ۱۰ عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۹)

د فراه د ولايتي شورا غړی ګل احمد فقيري وايي، طالبانو تيره شپه د مرکز مربوط سيمه کې پر امنیتي پوسته بریدونه کړي چې پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د فقيري په وينا، دغه بريد د سورکلي پر امنيتي پوسته شوی چې څو ساعته يې دوام وکړ او په پايله کې يې لس پوليس وژل شوي، دوه نور طالبانو ژوندي له ځان سره وړي دي.

نوموړی وايي، طالبانو په ياده سيمه کې پوسته سقوط کړې، د پوليسو وسلې او په پوسته کې ټول مهمات يې له ځان سره وړي دي.

د فراه امنیه قومندان هم په سيمه کې د طالبانو بريد تاييدوي خو په اړه يې له جزياتو ورکولو ډډه کوي.

له بله پلوه طالب ويان ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، د مرکز اړوند سور سيمه کې يې د پوليسو يوه پوسته نيولې او پکې دولس پوليس وژل شوي، دوه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

د مجاهد په خبره، له يادې پوستې څخه پنځلس ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

طالبانو په وروستيو کې يوځل بيا د فراه پر ښار کړۍ تنګه کړې او وخت ناوخت د مرکز اړوند سيمو کې پر دولتي تاسيساتو او نظامي مرکزونو بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button