خوست امنيتي مسوولين: یعقوبيو کې د ملي اردو لس عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۹)

د خوست امنیتي مسوولين وايي، طالبانو تيره شپه د یعقوبيو او صبريو ولسوالۍ مربوط په خلبيسات سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد کړی او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست د امنيت امر سيد احمد بابزی وايي، د طالبانو په بريد کې د ملي اردو لس سرتيري وژل شوي او يو تن طالبانو ژوندی نيولی دی.

خو ځايي اوسېدونکي وايي، په سيمه کې د وژل شويو عسکرو شمير تر هغې زيات دی چې امنيتي مسوولين يې مني.

له بله پلوه طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په ياده سيمه کې د “دښمن دوه مهمې پوستې فتحه شوي” زياتوي د جګړې په ترڅ کې پنځلس عسکر وژل شوي، ګڼ شمير نور ټپيان دي او يو تن طالبانو ژوندی نيولی دی.

طالب وياند په خپله رسمي ټويټر پاڼه د نيول شوي عسکر او په ياده نښته کې د نيول شويو درنو او سپکو وسلو انځورونه هم خپاره کړي چې په وينا يې تيره شپه د طالبانو لاسته ورغلي دي.

نوموړی زياتوي په دغه جګړه کې طالبانو ته زيان نه دی رسېدلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button