امريکايي شنونکی: امريکاد کوکنارو کښت ساتنې او طبيعي زيرمو لوټ لپاره په افغانستان کې پاتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۹)
امریکايي شنونکی پروفيسور جيمز پاټرز پر افغانستان د امريکا بريد ته په يوه کتنه کې ويلي، چې پر افغانستان د امريکا بريد له يوولسم سپتمبر سره هيڅ تړاو ځکه نه درلود چې په ياده پېښه کې کوم افغانی نه دی تورن شوی.
جيمز پاټرز چې د ريښتينو ژورناليستانو د شبکې غړيتوب هم لري وايي، په افغانستان کې د امریکا په موجوديت کې د کوکنارو د کښت پراخوالی د دې ښکارندويي کوي چې امريکا د کوکنارو د ساتنې او د هغه هېواد له طبيعي زيرمو د لوټ لپاره په افغانستان بريد کړی او په هغه هېواد کې پاتې دي.
نوموړی وايي، چې دوی له افغانستانه د ستنو شويو امريکايي عسکرو سره مرکې کړي چې هغوی ورته ويلي (افغانستان کې يوازې د هغو سيمو کوکنارو کښت له منځه وړل کېده، کومو سيمو کې به چې د طالبانو حاکمیت نه و) او هغه سيمې چې د طالبانو تر حاکميت لاندې وې، په اسانۍ سره پکې کوکنار له منځه تللی شول خو دوی دا کار نه کاوه.
د پاټرز په وينا، پر افغانستان د امریکا بريد ځکه د يوولسم سپتمبر پيښې سره تړاو نه لري چې په ياده پېښه کې هيڅ افغان نه دی تورن شوی زياتوي امریکا په دې پوهيدلې چې القاعده په افغانستان کې نشته، او د يادې ډلې مشر هم په پاکستان کې ووژل شو نو دا ټولې خبرې د دې مانا لري چې په افغانستان کې د امريکا پاتې کېدل يوازې (د هغه هېواد له طبيعي زيرمو ګټه پورته کول او د کوکنارو د کښت ساتنې لپاره دي).
د ملګرو ملتونو او ازادو بنسټونو د راپورونو او سروې ګانو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د امریکايانو په راتګ سره تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او تر ډيره بهرنيان د اپيمو او پوډرو په قاچاق کې لاس لري.



