د جوارو داسې ګټې چې ښايي ترې خبر نه یاست

ډاکټر فصيح الله عمرزى
په افغانستان او ځینو نورو اسيايي هېوادونو کې د جوارو خوراک عام ؤ، خو دغه عام خوراک اوس خاص شوی دى. د وخت په تېرېدو سره، شايد د جوارو خوراک يوازې او يوازې د درملو په توګه وکارول شي او نور یې وګړي له خوراکه ځان لیرې وساتي.
د دې لاملونه زيات دي، خو يو لامل یې دا دی چې د جوارو ګټې له وګړو يا خوراکيانو پټې دي، او نه روغتياپوهانو په ټولنه کې عام وګړي د جوارو په ګټه پوهه کړي دي.
دمخه به، جوار يوازې د جواري يا سکړک په نوم پېژندل کېدل. خوارک به یې اکثره غريبانو کاوه. خو همدا جوار بيا شتمنو په نوي ماشيني شکل د درملو په توګه کاراوه.
په افغانۍ ټولنه کې جوار په دسترخوان د جواري يا سکړک په شکل، د ځوانانو په بنډار کې په بټۍ، دوۍ، ډاډۍ او نورو نومونو، چې د اورپه لمبو او سکرو به وږي پاخه کړل شول، خوړل کېدل. خو په افغانستان کې تر ژړو جوارو سپين جوار زيات په هر اړخيز خوراک کې استعمالېدل.
په سپينو جوارو کې تر ژړو جوارو غزايي اعتبار هم زيات دی. سپين جوار تر ژړو جوارو ډېر (ويټامين اې) لري. همدا ډول یې غوړي هم تر ژړو جوارو زيات ګټور دي. د جوارو غوړي د وينې د غوړوالي او شپږ ډوله نورو مرضونو لپاره ګټور دي.
يوناني روغتياپوهانو له سپينو جوارو د زړه په مرض د اخته کسانو او هم هغه چا ته چې د وينې فشار به یې درلود، په درملنه کې ګټه اخیسته، چې وروسته د سترګو د نظر په ځای ساتلو کې هم ګټور ثابت شول.
د جوارو د وږي خوراک د وينې د کلسټرولو په کنټرول کې مهم رول لري. که په اوونۍ کې يو ځل د جوارو وږى، ژړ وي او که سپین، وخوړل شي، هغه انسان د وينې له کلسټروله ژغورل کېداى شي.
کوم انسان چې د جوارو وږي زيات خوري، د هغه انسان غاښونه به د نورو کسانو په پرتله کلک وي او ورۍ به ېې وينه نه کوي.
د جوارو په خوراک سره نه يوازې دا چې د وينې کلسټرول کنټرول کيږي بلکې د جوارو د تېلو په استعمال سره جسم غښتلى کيږي او د زيات وزن مخه نيسي.
د جوارو اوړه د کيک او کلچو علاوه په ١١ ډوله خوراکونو کې استعماليږي، چې د انسان بدن ته ترې ډيرې ګټې رسيږي.



