فاریاب:طالبانو د سرحوض سیمه له زورواکو ملیشو تصفیه کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۳)

له څو ورځنۍ اقتصادي او نظامي محاصرې وروسته طالبانو د سیمیزو زورواکانو ملیشې اړ کړې څو د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اړوند د سرحوض پراخه سیمه پریږدي او مرکز میمنې ته پناه یوسي.
طالبانو د سرحوض سیمه څو اونۍ وړاندې نیولې وه خو په مربوطاتو کې یې لا هم زورواکي وسلوال فعال و، چې وروسته طالبانو یادو وسلوالو ته د مقاومت نه کولو خبرداری ورکړ،خو  د جمعیت ډلې د قوماندان غلام قادر رحماني او ولي رحماني له منفي غبرګون وروسته  یې پر یادو وسلوالو ملیشو بریدونه پیل کړل او ټولې اکمالاتي لارې یې پرې و تړلې  چې بالاخره حکومت اړ شو د محاصره کسانو اکمالات  د چورلکو له لارې وکړي.

له څو اونیزې کلابندۍ وروسته تیره ورځ دټول وسلوال او کورنۍ یې د چورلکو په مټ له سیمې وایستل شول او هغه نقلیه وسایط چې چورلکو نه شوای وړلی، په بمونو ویجاړ کړل شول.

دې قوماندانانو له څو کلونو را په دې خوا د فاریاب د سرحوض د بند اوبه پر ځینو کلیو تړلې وې او له خلکو یې  په پراخه کچه باج اخیسته .
د بلخ له شاهین قول اردو څخه د نوموړو قوماندانانو د مرستې لپاره څه باندې ۲۰۰ کومانډویي ځواکونه مرستې لیږل شوي و، چې کوم پرمختګ یې ونه شو کړای.
د اکمالاتو یوه چورلکه چې د یادو ځواکونو د مرستې لپاره ور استول شوې وه، دوه ورځې وړاندې د طالبانو په یوه برید کې را نسکوره شوه چې د دولتي ځواکونو په وینا، وروسته پرې دوی بمونه واچول او له منځه یې یووړه.
د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، د یادو قوماندانانو ټول امنیتي پرسونل او کورنۍ یې له سيمې څخه د چورلکو په مټ ایستلې او ګڼ شمیر وسایط یې چې د وړلو نه وو، له منځه وړي دي.

دغه راز یاد قوماندانان هم وایي چې څلور عرادې پوځي موټر یې له دې ویرې چې د طالبانو لاس ته ونه لویږي، سوځولي دي.
بلخوا د سیمې خلک وایی چې د یادو قوماندانانو د وتلو پر مهال دولتي چورلکو پر ملکي کورونو سخته بمباري کړې چې د تلفاتودقیق ارقام یې نه دي څرګند.
د سرحوض اوسیدونکي او په ټوله کې د پښتون کوټ ولسوالۍ خلک د یادو خپلسرو قوماندانانو د وتلو له امله خوښ دي او له طالبانو یې ملاتړ څرګند کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button