(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۳)
د ملي امنیت پخواني سلاکار او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند حنیف اتمر د حکومت له خوا د سولې عالي بورډ اعلانول تبلیغاتي هڅه بللې چې په وینا یې اشرف غني غواړي له دې سوژې څخه په استفادې راتلونکو ټولټاکنو ته پراخ ټاکنیز کمپاین وکړي.
اتمر ویلي، دا تیم له څو اړخونو ناقص دی چې د ده په خبره له یوې خوا ټول دولتي چارواکي په کې شتون لري، له بل اړخه بې طرفه سیاسي مشرانو ته پکې ونډه نه ده ورکړل شوې او دغه راز د ښځو پراخه ونډه هم په کې نه تر سترګو کیږي.
نوموړی د خپلو خبرو په دوام وایي، د سولې د عالي شورا په موجودیت کې د داسې بورډونو ټاکل هیڅ ګټه نه لري.
حنیف اتمر د خلیلزاد له هڅو ملاتړ کړی او زیاتوي، حکومت باید اولویتونو ته کار وکړي او د خلیلزاد هڅې د خپلو ټاکنیزو موخو ښکار نه کړي.
باید وویل شي چې حکومت څو ورځې وړاندې د سولې عالي بورډ اعلان کې چې په کې دولتي چارواکو او د سیاسي ګوندونو مشرانو ته ګډون ورکړل شوی دی.

















