ناټو وايي، افغانستان کې يو امريکايي عسکر وژل شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۴)
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي، په دغه هېواد کې يې يو امريکايي پوځي وژل شوی دی.
ناټو پرون په خپره کړې اعلاميه کې وويل، چې دغه سرتيری وړمه ورځ په يوه غير جنګي پېښه کې وژل شوی دی.
تر اوسه ناټو د وژل شوي پوځي د وژل کېدو د څرنګوالي، يا دا چې په کوم ولايت کې وژل شوی او یا هم د هغه د هويت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
د امريکايي ځواکونو د رسمي اعلاميو له مخې، دا په روانه ليندۍ مياشت کې څلورم امريکايي پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کېږي، خو د غير رسمي شميرو او راپورونو له مخې د وژل شويو بهرنيو او امريکايي عسکرو شمير تر هغې لوړ دی چې د افغانستان په جګړو او چاودنو کې وژل شوي دي.
امريکا وايي، دا مهال په افغانستان کې د ناټو تر قومندانۍ لاندې څوارلس زره عسکر لري چې افغان عسکرو ته د سلامشورو، روزنې ترڅنګ وخت ناوخت د طالبانو سره په مخامخ جګړو او شپنيو عملياتو کې هم برخه اخلي.
په وروستيو کې طالبانو بهرني ځواکونه د خپلو بريدونو او چاودنو هدف ګرځولي چې تر ډيره پکې هغوی ته مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې خپل تلفات پټ ساتي.



