امريکايي جنرال: طالبانو ته ماتې ورکول ستوزمن دي، امريکا دې خپلې ماتې ته چمتو اوسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۴)
په افغانستان د امريکايي ځواکونو پخوانی عمومي قومندان جنرال مک کرسټل دې هيل خپرونې ته ويلي، په يوه کمزوري حکومت طالبانو ته ماتې ورکول ستونزمن کار دی او د دغه هېواد شخړه په يوې بستې ډالرو نه شي حل کيدلی.
سرچينې د مک کرسټل له قوله ليکلي، افغانستان کې د سولې هوکړې ته رسېد به ستونزمن وي خو امريکا دې په دې برخه کې له زغمه کار واخلي او خپلو هيلو ته د رسېدو په لاره کې دې بايد ناکامۍ ته هم چمتووالي ونيسي.
دغه راز نوموړي ويلي، طالبانو ته ماتې ورکول يو ستونزمن کار دی او يوازې هغه وخت پر طالبانو بريا ترلاسه کيدلی شي چې د هغوی پر وړاندې ټولنيز ذهنيت بدلون ومومي او دا کار ژر نه شي ترسره کيدلی ډير وخت غواړي.
مک کرسټل وايي، امريکا په يوې بستې ډالرو خپل هدف نه شي ترلاسه کولی او په دې ډول يوازې خپل وخت ضایع کوي، په دې سره نه يوازې دا چې د افغانانو ستونزې نه حل کېږي بلکې لا ستونزې جوړوي.
نوموړي ويلي، افغانستان اوږدمهال پرمختيايي کارونو کارونو ته اړتيا لري، ضرورت نه شته چې ډيرې پيسې ولګول شي او يا نور پوځيان واستول شي، دغه کار يوازې صبر غواړي او دغه راز امريکا دې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپلې ناکامۍ ته هم اماده و اوسي.



