اتلانتیک شورا: امریکا په بیړه د افغان جګړې د پای ته رسیدو هڅه کې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۳)

د اتلانتیک شورا ویلي ،افغانستان اوږدمهالې سولې ته اړتیا لري، خو امریکا د یوه بیړني جوړجاړي په هڅه کې ده.

په واشنګټن کې میشت یو څیړنیز مرکز د یادې شورا په نقل قول سره ویلي، امریکا غواړي په افغان جګړه کې ژر تر ژره د خپلې بریا اعلان وکړي او له یاد هیواد څخه پښې سپکې کړي.
سرچینه وايي، دا اقدام به د امریکا او د افغان متحدینو لپاره یې تر ټولو بد زیری وي، ځکه افغان متحدین به یې لاس تړلي د وسلوالو لاس ته ولویږي.
د عراق او افغانستان په چارو کې د جمهور رئیس بوش او اوباما سلاکار “ستیفن بیدل“وایي افغان جګړه په حوصله مخته وړل کیږي او که امریکا یې پر وړاندې لږ بې غوري وکړي هم، ښایی د کلنو لپاره زیانمن تمام شي.
بیدل وایي، تر یوه جوړجاړي وروسته هم ښایي دا هیواد د امریکا مالي ملاتړ ته اړتیا ولري ځکه چې په وینایې، لا هم دا هیواد د دې جوګه نه دی چې د خپل حکومت بودیجه له خپلو سرچینو ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button