لوګر: ترافيکي پېښه کې اووه کسان مړه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۴)

د لوګر ولايت د مرکز مربوط د کابل- ګرديز پر لاره د ترافیکي پيښې له کبله ديارلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر امنيه د امنيې قومندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي، پېښه نن له غرمې د مرکز اړوند په التمور سيمه کې رامنځته شوې ده.

د احمدزي په وينا، يو سراچه موټر له مارسټديز سره ټکر شوی چې په ترڅ کې يې اووه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، مړو شويو او ټپيانو کې ميرمنې او ماشومان هم شته زياتوي چې د پيښې ټپيان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې ډيری وخت ترافيکي پيښې د نا مسلکي موټروانانو د موټر چلولو د بې احتیاطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي چې زياتره مهال پکې هېوادوال ژوند له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button