د اشرف غني فېسبوکي معاشخواره تل یوه خبره کوي، چې د اشرف غني لاسونه د ملت په وینو سره نه دي. خو له دوی هېره ده، چې په تاریخ کې ډېر کم داسې مشران پیدا شوي چې وژنې یې په خپلو لاسونو کړي وي، خو هغه ټولې پېښې هماغه کس پورې تړل کېږي چې د چا په امر خلک وژل شوي وي. خلقیان، پرچمیان او کمونېستان د افغان ملت ستر غداران دي او د دې دورې هر مشر زرګونه افغانان شهیدان کړي. موږ که پرېکړه کوو، نو دغه مشران یادوو، نه یې مامورین او امر منونکي.
ډاکټر نجیب، ببرک کارمل، نورمحمد ترهکی، حفیظ الله امین، اسلم وطنجار، شاهنواز تڼی او سلگونه نور د دې دورې واکمنان، وزیران او نور چاپلوسان یې تراوسه د روسانو د لاس آلې یادېږي او د هر یو نوم په اورېدو د افغان انسان په سترگو کې کرکه او نفرت لیدل کېږي.
دوی ته بغیر د دوی د مشرانو له زامنو هېڅوک په ښه سترگه نه گوري، بلکې اوس یې قبرونه هم په ډبرو ولي؛ ځکه دوی د روسانو د خوشحاله ساتلو لپاره په خپل ملت هېڅ رحم نه دی کړی، بلکې د دوی د خوشحالۍ لپاره یې په خپل ملت تل بمبار کړی او خپلې مېنې یې پرې ویجاړې کړي دي.
د امریکايي یرغل وروسته حامد کرزی تراوسه په ښه نامه نه یادېږي او نه به یې څوک یادکړي. تراوسه لا د خلکو په ذهنونو کې پاتې دي، چې کرزي ټول پښتانه دربدره کړل. د پښتنو په عزت، ناموس او وژنو یې هېڅ صرفه ونه وکړه، بلکې څومره یې چې له وسې وو هاغه ټول یې وکړل.
د کرزي د واکمنۍ نه راپدېخوا تراوسه د هېڅ پښتون په وجود کې ساه په ارامه نه چلېږي. د سویلي ولایتونو پښتانه یې په لوی لاس سل کاله شاته یوړل. ښوونځي، روغتونونه، سړکونه او حتا ژوند یې ورنه واخیست او د کرزي له برکته اوس د پښتنو داسې ولایتونه هم شته، چې په ټول کال کې ترې یوازې ۱۲ تنه له ښوونځي فارغېږي.
اشرف غني بیا له کرزي څو قدمه په غلامۍ کې مخکې دی. دی دومره د واک وږی دی، چې د خپل پایښت لپاره هر پست کار ته یې ملاتړلې. په هره غونډه کې خپله کافره ښځه لره بره کوي او امریکا ته داسې ښيي، چې تاسې څوک په کار و، هاغه زه یم. د ښځو حقوق، ډیموکراسي او د تاسې د پروژو د ښه پلي کولو لپاره به بل وړ کس پیدا نه کړئ. زه یم چې ستاسې خوبونه رښتیا کوم او باید له ما ملاتړ وکړئ او بیا مې د واک په څوکۍ کېنوئ. تشې ژمنې او تش شعارونه، له امریکا سره دوستي او پرېمانه پیسې او د راتلونکو پنځو کلونو د واکمنۍ خوبونو لپاره اشرف غني هر کار کولو ته چمتو ولاړ دی. مازې چې دی بیا واک ته ورسېږي او پنځه کاله نور هم افغانان په امریکایانو ښه وځپي.
دولتونه او نظامونه د خپلو خلکو ساتندویان دي. کله چې دولت د خپل ملت له ساتلو عاجز شي، بیا ښه په نره واک پرېږدي؛ گنې د ژوند تر وروستۍ سلگۍ د خپلو ملتونو ساتنه کوي. خو له بدهمرغه دلته دغه تعریف بدل دی. دلته افغان حکومت د خپلو امریکايي بادرانو لپاره خپل افغانان وژني او په ډېر ویاړ سره پرې اعلامیې هم خپروي. ښه بېلگه یې د کونړ او هلمند وروستي بمبارونه دي، چې تراوسه د دواړو ولایتونو ماشومان، ښځې او سپینسرې د «تروریستانو» په نامه یادېږي او امریکايي گوډاگیان یې حتا منلو ته تیار نه دي.
د امریکا او حکومت دغه بمبارۍ وروستۍ نه دي، بلکې دلته د هرې شپې د بمبار وېره ده. خو ان شاء الله د اوسني حکومت ټول چارواکي او ساتونکي به د اخېرت په ورځ د خپلو امریکايي بادرانو سره یو ځای راپورته کېږي. دوی به بیا اشرف غني ته حتماً ووايي«چې په کومه گناه دې ووژلو؟»
















