حکمتيار: د ولسي جرګې “مسخره ټاکنې” دې لغوه اعلان شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۵)

د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار وايي، د ولسي جرګې په تيرو ټاکنو کې پراخ اداري فساد شوی، رشوت اخيستل شوی او درغلۍ شوي دي.

نوموړي نن يوې خبري غونډې ته وويل، يا دې د ولسي جرګې “مسخره ټاکنې” د بايوميټريک له لارې غوره وبلل شي او يا دې په بشپړه توګه لغوه اعلان شي.

هغه په ټاکنو کمېسيون نيوکه وکړه چې د دو مياشتو په تيرېدو لا هم نه دی توانېدلی چې لومړنۍ پايلې اعلان کړي زياتوي درغلۍ په پراخه کچه روانې دي او ” د کمېسیون رهبري او ولایتي رئیسان په دغه درغلیو کې پراخ لاس لري”.

حکمتيار ادعا کوي، د ټاکنو کمېسيون کمشنرانو ولسي جرګې ته د کاميابيدو لپاره له کانديدانو په ميليونونه ډالره رشوت اخيستی او هغه کانديدان چې ډيرې رايې يې اخيستي ناکام کړي دي.

خو له بله پلوه د ټاکنو کمېسيون وياند ذبيح الله سادات د حکمتيار ادعاوې ردوي وايي، که حکمتيار په دې اړه شواهد لري بايد وړاندې يې کړي په خبره يې ” که چېرې د فساد په اړه کوم اسناد او شواهد دوی لري که هغه په هره سطحه څوک وه اوسېږي هغه به د قانون منګلو ته سپارل کېږي”.

د ټاکنو کمېسيون تر اوسه د پنځويشت ولايتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړي او ټاکل شوې چې نن د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې انتخاباتو د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي.

د ټاکنو شکاياتو کمېسيون ويلي و چې د ولسي جرګې ټاکنو په دوه ورځو کې له ديارلس زره څخه زيات د درغليو او زورزياتي شکايتونه ورته رسېدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button