وحشت پسې وحشت

نعمان لطیف

پښتانه په یوه حالت کې قاتل ته تېریږي چې دمقتول له ورثاؤ بښنه وغواړي، پړه ومني او نانواتې ورولي
اشرف غني دپښتنو له کلتور دومره ناخبره دی چې دبادار په خطاکاریو پرده هم نشي اچولی او په ډېره سپین سترګۍ ئې وحشتونه توجېه کوي
کرزی یو څه ښه و، غریو به ونیو، سترګې به ئې دمکر له اوښکو ډنډ شوې، او په رېږدېدلو شونډو به ئې له امریکایانو وغوښتل چې پر افغان ملت ړندې بمبارۍ ورته دزغملو نه دي، خو اشرف غني بیا دومره سپین سترګی دی چې آ د چا خبره له چپلو او بوټونو سره ملت ته په سترګو ننوځي

ماته د اشرف غني مُجرمانه سکوت او توجېه دتعجب وړ نه ده، غني غربیانو واک ته رسولی دی، رېموټي غلام ئې دی، دنمک حق ئې اداء کوي او هیڅ یو تاریخ اشرف غني ته له غلام پرته بل نوم نشي ورکولای؛ تعجب پر هغو افغانانو، خصوصاً پر هغو ژورنالیستانو او قلموالو راځي چې نعرې د ناپېیلتوب، انساني کراماتو او انسان ژغورنې وهي، مګر د اشرف غني د غربي بادار انسانیت سوزه مظالمو او وحشت ته توجېهات لټوي، سیاسي رنګ ورکوي، او په ډېره سپین سترګۍ مقتول پخپله دځان قاتل بولي، او د وحشت دتداوم پړه پر ولس وراچوي

دکونړ له غمېزې را په دېخوا پر سوشل میډیا دځینو هغو ژورنالیستانو پاڼې لټوم چې تر ټولو زیات د انسانیت د ژغورلو، دجګړې بندولو او هېوادنۍ مینې نعرې وهي؛ په بم الوتي پَل او پلچک ژاړي، په ړنګ شوي سرک اوښکې تویوي، او دعسکر وژنه افغان وژنه بولي مګر د پوره کلیو په نړېدو او د انسانانو په وژل کېدو ئې لکه دیاجوج او ماجوج د اوو پردو دننه ځانونه غلي کړي دي
درواغجن دي دوی، کرایه دي دوی، ګاڼه شوي دي دوی، د زړه خبرې ئې په ډالرو خپ کړای شوي دي

دوی ویل دکونړ شُلتن کلي کې طالبان پټ و، د هلمند په ګرمسیر بازار کې څوک ول چې بېګاه ئې له مخې سوځولی او چور کړای دی؟
ستا ژبه ولې بنده او د قلم رنګ ختم دی؟
آیا سل پلونه او سرکونه هم دیو انسان د ژوند هومره ارزښت لري؟
درځه دادې ټول هېواد ګلِ ګلزار مګر چې اتباع ئې هره شپه په ډېر وحشت بمبارونو او چاپو کې وژلی کیږي، لوټلی کیږي، د جوړېدو هدف او ګټه ئې څه؟!
ددې لپاره جوړیږي چې خرې پکې لنګې شي او سپي پکې منډې ووهي؟!
تازه راپور دادی چې روان کال کې تر دې دمه ۴۶ زره افغانان وژل شوي دی؛ اوس که کوم انسان ازاد ضمیر ولري، ګاڼه نه وي، خرڅ نه وي، غلام نه وي په دومره ستر قتل عام او وحشت څنګه سکوت کولای شي؟!

تاریخ به حتماً ولیکي چې د اشرف غني په بې واکه واکمنۍ کې دکال زرګونه افغانان په شهادت رسېدل، مګر د واکمن غني په مجرمانه سکوت سربېره دهغه زمان ژورنالیستان او قلموال چې دحالاتو ژبې او انځورګر باله شي؛ په ډالرو چوپه خوله او دمجرمانه سکوت برخه وال ؤ
هره شپه او هره شېبه په ولس بمونه ورېدل، دطالب او القاعده په نوم وژل کېدل، په همدې تور ئې کورونه نړول کېدل او شتمنۍ ئې چور کېدلې خو بیا هم دظالم بول بالا ؤ او تر وحشت وروسته به سلګونه خولې، د وحشت پر پلوي په ډالرو خلاصې کړای شوې
په وحشت سکوت د وحشت او وحشتګرو خاموشه پلوي ده، په وحشت پسې وحشت دی او هر هغه ژورنالیست او قلموال چې پر وحشتونو سترګې پټوي او خوله بنده ساتي، د اشغالګرو زرخرید غلام دی، لاسپوڅی دی، وحشی دی، قاتل دی او ددې مظلوم ملت او انسانیت دښمن دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button