په افغان جهادي مشرانو کې تر ټولو ډېر مذبذب گلبدین حکمتیار دی. ځینې جهادي مشران په ښکاره د امریکا ترڅنگ ودرېدل او تر اوسه ورسره ولاړ دي. رباني د امریکايي گټو لپاره ځان قربان کړ، سیاف میلیاردر شو، مجددي میلونر دی، دوستم د ازبکانو مشر دی او هم د ولسمشر لومړی مرستیال دی، عبدالله عبدالله اجرائیه رئیس دی، عطاء محمد نور ۱۳کاله د بلخ والي و، شپږ میلیارده شتمني لري. یعنې واړه پخواني مجاهدین اوس ښه غوړ گرځي او د ټولو ښه ساعت سره تېر دی.
خو حکمتیار داسې وخت کابل ته راغی، چې امریکا د خیرات د بوجیو ټولې خولې تړلې وې او دی بېچاره د خیرات اخېر کې راغی او اوس یوازې پاتې شونو ته پاتې دی. حکمتیار ته یوازې اشرف غني د مخابراتو د مالیې پیسې ورکوي او سعودي هم کله ناکله ورته د ریالو کارتنونه رالېږي. په بدل کې یې له حکمتیار د ایران ضد څرگندونې غواړي او دی هم د دې پرځای چې داعش د امریکا پروژه وگڼي، پر ایران یې تپي. حکمتیار ټول ملت د ده په شان ښکاري، خو خبر نه دی چې دلته د عادي کسانو هم په لویو مسئلو سر خلاصېږي.
طالبانو د حکمتیار په تگ راتگ هېڅ ونه ویل. نه یې حکمتیار ته پخوا ویلي وو، چې تسلیم شه، نه یې اوس ورته ویلي چې ولې تسلیم شوې؟ حکمتیار ډېری وخت داسې خبرې کوي چې د ده له سطحې ډېرې لوړې وي او د یوه عادي فېسبوکي کس خبره هم ټول امارت ته منسوبوي. یا په هغو رسنیو کې چې یوازې د طالبانو ضد لیکنې پکې نه خپرېږي، هغه هم طالبانو ته منسوبوي. طالبان یوازې یوه وېبپاڼه لري چې نوم یې دی الاماره. خو حکمتیار صیب ته د دولت ضد ځینې نسبي رسنۍ هم د طالبانو ښکاري. داسې نه چې یوه ورځ طلوع نیوز هم د طالبانو رسنۍ وبولي؛ ځکه دغه رسنۍ پر حکومت هېڅ برېک نه نیسي او د حکومت ټول فساد په ښکاره بیانوي.
کابل ته د حکمتیار د راتگ څه کم دوه کاله وشول. اوس یې هم موډ د شهادت د وېبپاڼې دی. اوس هم ځان ته امیر او د حزب اسلامي مشر وايي. اوس خو د دوو جهادونو قاید هم دی؛ خو د اوسني جهاد هېڅ څرک یې په ټول هېواد کې نه پیداکېږي. تشې خبرې ورته هم جهاد اکبر ښکاري او کابل کې نیکټايي لرونکي حزبیان چې په بگرام او د امریکا په سفارت کې لربر کېږي هغه ورته واقعي مجاهدین ښکاري او ځان په دې نړۍ د جنت لایق بولي.
زه د طالبانو حوصلې ته حیران یم. د حکمتیار په ټولو اپلتو یې هېڅ غبرگون ونهښود او نه به یې وښايي. طالبانو ته په دې برخه کې دې زما سپین سلام وي. گنې د طالبانو رسنیزه برخه دومره فعاله ده، چې حزبیان به یې فکر هم ونه شي کړی. د امریکا له دومره مرستو او رسنیو سره ـ سره د طالبانو دوه ویاندویان د ټولې امریکا ځواب وايي او هر وخت یې خبره په ستوني کې ور وچه کړي وي؛ گنې د دولت هره عادي اداره هم خپل ویاند لري.
گلبدین حکمتیار تېره ورځ په کابل کې وویل، چې طالبان باید په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ده سره ودرېږي او په حکومت کې به غوښنه برخه ورکړل شي.«په کابینه کې به طالبانو ته دومره ونډه ورکړي چې که له نورو ډېره نه وي لږه به هم نه وي.» خو حکمتیار صیب خبر نه دی چې طالبان عملاً د افغانستان پر ۷۲سلنه خاوره حاکمیت لري او اوس یې هم واک له لوېدیځه تر ختیځه او له شماله تر سوېله چلېږي. یو امر، یوه خبره او لیک یې په ټولو کې یو شان د چلند وړ دی.
حکمتیار وویل چې طالبانو دوه شرطونه لرل، یو دا چې د بهرنیو ځواکونو د وتو مهالوېش باید وټاکل شي او بل دا چې اوسنی حکومت نه مني او حتی ورسره خبرو ته هم چمتو نه دي. نو حکمتیار صاحب طالبان چې ټول حکومت نه مني او خبرې ورسره نه کوي؛ نو طالبان به ستاسې غوښتنه څنگه ومني، چې د امریکا ترڅنگ ناست یئ او د امریکا پر جنایتونو خوله نه چوله کوئ.
جناب حکمتیار صاحب! که طالبان ستاسې دغه غوښتنه ومني؛ نو تاسې به څه وکړئ؟ ایا بیا د طالبانو پرضد د داعش ملاتړ کوئ او که دا ځل خپل مجاهدین د اربکیانو رسمي لیکو ته لېږئ؟ ځکه پر تاسې نه باور کېدای شي او نه به یې درباندې څوک وکړي.


















