د جرمني دفاع وزيره په نا اعلان کړي سفر کابل ته راغلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۷)

د جرمني دفاع وزيره (ون ډېر لېين) تيره شپه په يوه نا اعلان کړي سفر کابل ته راغلې او دغلته يې د خپل هېواد له ځواکونو سره کتلي دي.

په کابل کې د جرمني سفير د هغې د راتګ پخلی کړی او په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، د ناټو تر قومندې لاندې په افغانستان کې ميشت جرمني ځواکونه به دفاع وزيرې ته د جګړې د وضعيت په اړه معلومات ورکړي.

افغانستان ته د جرمني د دفاع وزيرې د دغه ناڅاپي سفر په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو په ناټو کې د جرمني استازي په عين حال کې ويلي چې جرمني ځواکونو د سولې راتلو لپاره د افغان ځواکونو سره خپلې مرستې دوامداره ساتي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د جرمني دفاع وزيره به له افغان چارواکو سره وګوري که نه.

جرمني د ناټو تر قوماندې لاندې په افغانستان کې ديارلس سوه ځواکونه لري چې افغان ځواکونو ته د سلا مشورو، روزنې ورکولو تر څنګ وخت ناوخت په جګړو او هوايي بريدونو کې هم برخه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button