حکومت يو ځل بيا وويل چې طالبانو سره خبرو لپاره يې ابوظبۍ ته پلاوی استولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۷)

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې متحده عربي اماراتو (ابوظبۍ) ته يې پلاوی استولی څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسمي فسبوک پاڼې د خبر له مخې، د دغه پلاوي مشري د ولسمشر غني د دفتر رئيس کوي زياتوي چې د ياد مذاکره کوونکي ډلې مشر عبدالسلام رحيمي د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره کتلي دي.

د سرچينې په وينا، ياد پلاوی به روانه اوونۍ د متحده عربي اماراتو او سعودي استازو سره هم ګوري او امکان لري چې ډير ژر له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل شي.

د يادونې ده، چې تيره ورځ د ګډ حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون هم ويلي و چې د افغان سولې په تړاو يو پلاوی ابوظبۍ ته رسېدلی او هلته به د امريکا، متحده عرب اماراتو، سعودي ، پاکستان او طالب استازو په ګډه غونډه کې ګډون کوي.

خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد پرون په خپله رسمي ټويټر پاڼه وليکل، چې ابوظبۍ کې صرف له امريکايي لوري سره د ځينو نورو هېوادونو د استازو په حضور کې خبرې کېږي.

طالبانو ويلي، چې دوی په ابوظبۍ کې له افغان لوري سره نه ګوري او نه هم له هغوی سره د خبرو کوم پلان لري.

تر دې مخکې هم طالبانو ويلي، په افغانستان کې د جګړي اصلي لوری امريکا ده او بايد له امريکا سره خبرې وشي، نه د افغان حکومت سره.

طالب وياند نن په يوه تازه خبرپاڼه کې د ابوظبۍ په ښار کې د ناستې په اړه وويل، په یادو غونډو کې له افغانستان څخه د اشغالګرو ځواکونو په وتلو او په افغانستان کې د امریکا او ملګرو له لوري د روانو مظالمو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې او له یادو هیوادونو سره په افغانستان کې د امن او بیا رغونې په اړه هم نظرونه تبادله شول.

خبرپاڼه زياتوي، د ورځې په پای کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له استازي زلمي خليلزاد سره هم ابتدايي خبرې شوي او دغه مذاکرات لا هم روان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button