ملا څوک دی؟

 عبدالحمید راشد

دغه موضوع ډېره مهمه موضوع ده خلک دا موضوع په مختلفو بڼو باندي تحلیلوی ځیني خلک له ملا نه یوه ملکه جوړ کړي دوی دافکر کوي چې له ده ځینې غوره انسان بلکل نشته بیا دا فکر کوي چې دین په همدي ملا کې دي او له دي نه بغیر بل چا کې دین نشته دا دا فکر کوي چې چا باندې دا نوم ولګید نو هغه بیا دهرڅه نه پاک شو ګناه به تري نه کېږي چې څه کوي هغه هم دين ته منسبوي او خلکو ته دا په ذهن کي ګدي چې څه زه وایم همغه دین دي که بیا کوم یو بد اوغیرې شرعې عمل هم کوي نو هغه بیا خلک اسلام ته منسبوی په داسې حال کي چې دین دهغې نه مکمل طور سره بر دي او اسلام کي دهغې هیڅ اصل نشته نو نتیجه ددي خلکو دا راوځې چې دین یی دخپل عمل فکر اوسلیقې تابع ګرځولي چې بیا دهمدي وجي نه ځیني جاهلان ناپوه سیکولران دین ته بد وایې او حقانی ملایانو علماوو پسی خبري کوي او دځان لپاره دلیل درباري ناپوه دخلکو تابع دپېسو اونورو دنیاوي مفادو لپاره تابع اوپه نوم ملایان پیش کوي ،

چې ددی خلکو پر اند باندي تله یوه پله لري اوبله پله ورته نشته نو خپل ټول اعمال په دین کي وراچوي او خلکوته خپل ټول اعمال له دین نه ورخایی چي دا ټول دین دی دا تفکېک نه کوي چي په دي کې به دین او علماوو ته دنا اهلو له خوا نه نقصان ورسیږی الله دي دوي ته هدایت وکړئ. چې ددی څرګند مثالونه همدا اوس ډیر موجود دي

دوهمه هغه ډله خلک دي :چي هغه سیکولران بی دینه نا اهله کمونیستان او داسلامي فکرسخت مخالف دي دوی ځان ته مسلمانان وایی خو ددین نه هیڅ معلومات نه لري په اسلام باندی وړانده اعتراضونه کوي داسلام له بنسټیزو نظامونو نه ناخبره او خپل ناقص فکر دلارې مشال ګرځوي دین یواځی په جومات کې را منحصر کوي اووایی چې ددین په نظام کې څه کاردی؟ ملا په سیاست څه پوهیږي دملا وظیفه صرف دمحراب منبر اویو څو دعباداتو مسائلو کې رانغاړي چې دا دوي ناقص فکر دی.

خو متأسفانه ددوی دناوړه نظریې یوشمیر کم علمه علماء هم ښکار شوی دوی دا فکر لري چې حکومت او ملا ډیرواټن لري خو دوي دا خبره دعناد او ضد له وجهی نه، نه کوي بلکې دخپلي کم فهم له وجي نه یی کوي اوپه دي مسئله کې په دي هم نه پوهیږې چې زما خبره غلطه ده بس دهمغه بې دینه خلکو نظریې په دوي داسېورۍ غوړلۍ چې ددوی له دی فکر نه دوتلو لپاره قوې پوهې او استدلال ته اړتیا ده ځکه دوي په دي فکره باندی ډیراسرار کوي.

دا دوه ډلې په خپل ناقص فکر باندې اسلام او مسلمانانو ته ډېر په ضرر دي دهغه خلکو په نسبت چي داسلام پر ضد باندي صریح مخالفت کې ولاړدی او تل اسلام ته دغه شان خلک په نقصان باندې ثابت شوی دي. اواسلام ددي خلکو په وړاندي واضح دريځ لري .

دا هغه افکار وه چې په لنډ ډول مو دي ته اشاره وکړه ځکه ددوي دفکريی دروښنتیا لپاره زیات بحث ته اړتیا ده که شروع پرې وکړونوټوله موضوع به همدوی ته ځانګړي شی او زموږ اصل هدف به پاتې شي .

اوس راځو دعالم او علم مسئلی ته چي عالم څوک دی کومه فکریه لري ؟ایا دعالم اوعلم تعریف په پاسنېو افکارو باندي صادقیږي؟ ایا ددوي دا کړني اسلام ته منسوبولاي شو؟ لومړي درته عالم اوملا راپیژنو چي عالم څوک دي؟ ایا ملا رهبر کېدلي شی ؟ او ایا کوم څوک چي علماء اوملایان پس پاتې خلک بولي ،هغوي پخپل دعوي کې رښتینې دي او کنه ؟

عالم چې ځیني خلک یې ملا هم بولې چې دغه نوم ددوي لپاره په افغانستان اوپاکستان کې زیات مستعمل دی (ملاصیب،مولوي صیب، استاذجې، او داسې نور) نود عالم او ملا ترمنځ هېڅ فرق نشته ځکه دلته په دي هېوادونو کې اکثره خلک دغه لفظ استعمالوی او هدف یې ترې هغه څوک دي چې دیني پوهه ولري، نود دواړوترمنځ هېڅ توپیر نشته هو یوه مسئله شته چې نورو علومو کې ماهر ته هم خلک عالم وایې (لکه ریاضي پوه فزیک پوه کېمیا پوه )چې دي باندي، بیا دفني عالم تعریف هم کېږي. خلک وایی عالم دکېمیا په فن کې او داسې نور. خو اکثره خلک دملا اطلاق په دیني عالم باندي کوي اوبس .

اوس که دغه نوم دغرب په عصري اصطلاحاتو باندي وڅېړو نو معلومه به شي. چې غرب هغه چاته عالم اوشیخ خطاب کوي چې ددوی له فکر او عمل سره تضاد نه وي اوهغه کسان چې ددوی له فکرونو سره مخالف وي. که هرڅومره په دین پوهه ولري. نوبیا ورته دملا او دعصرنه لري دیو ناپوه خطاب کوي نوددوي، په اند باندي دغه توپير شته دي .خوخبره همغه ده کومه چې ذکر شوه.

اوس راځودعلم ارزښت ته په ټولنه کې: عالم هغه څوک دی چې الله ترې په قران کې داسې حکایت کوي بیشکه دالله په بنده ګانوکې دالله نه ډیر ویریدونکي خلک علماء دي (سورت فاطر:28لمبر ایت) دالله ج نه خو نور مومنان هم ویریږې، خو دهغوې وېره ددي علماوو په څېر نه وي. ځکه دیو چا نه چې څوک ویره کوي نوددی لپاره دا ضروري ده، څودهغه قدرت خو وپیژنې، نو دهغه قدرت یې چې وپیژند نوهله به تری ویره شروع کوي. نو علماوو دالله قدرت پیژندلی اودالله دقدرتونو په اړه پوه لرې نو ځکه دالله ج نه ډېره ویره لري. اونورچې دهغوي پوهه نسبتاً کمه ده نو ویره یی هم توپیر لري.

امام ابن تیمیه فرمایې: دا ایت په دي دلالت کوي چې څوک دالله نه ویره لري نوهغه عالم دي،اودا په دې دلالت نه کوي چې څوک عالم دي هغه به دالله نه ویره لري “مجموع الفتاوى”

تفسیربیضاوي اوفتح القدیرد دي ایت داسې تفسیرکوي :چې دا ایات دا افاده کوي چې علماء هغه خلک دي چې دخپل رب نه پکې ویره موجوده وي نو فلهذا هغه څوک چې دالله نه ویره پکې نه وي موجوده نوهغه علماء نه دي “تفسير البيضاوي” (4/418) ، و “فتح القدير” (4/494)

ابن کثیر رحمه الله فرمایی:څومره چې دالله ج دذات په اړه څوک پوهه ولری همغه اندازه به یی دالله نه ویره زیاته وي او لویه وي

عن ابن عباس في قوله تعالى : (إنما يخشى الله من عباده العلماء) قال : الذين يعلمون أن الله على كل شيء قدير… وقال سعيد بن جبير : الخشية هي التي تحول بينك وبين معصية الله عز وجل . وقال: العالم من خشي الرحمن بالغيب ، ورغب فيما رغب الله فيه ، وزهد فيما سخط الله فيه ، ثم تلا الحسن

ابن عباس رض الله عنه ددي ایت تفسیر داسې کوي:دا هغه کسان دي چي په دي صحي پوهه ولری چي الله په هرڅه باندي ښه قادر دي ،سعید ابن جبیر فرمایی:ویره دالله نه هغه ده چې هغه ستا اودګناه په منځ کي دي واقع شي او تا دالله نافرمانی ته پرینږي

حسن البصري فرمایی:عالم هغه څوک دي چې هغه دالله نه ویریږی

په غیبو باندي او هغه څه ته دا ترغیب ورکوی چي الله ج هغه طرف ته ترغیب ورکړي وی اوده کي زهد وي دهغه څه نه چې الله پري په غوسه کېږي . اوبیا یی دغه ایت تلاوت وکړ: (إنما يخشى الله من عباده العلماء إن الله عزيز غفور)

ابن مسعود رضی الله فرمایی:علم دا نه دی چې څوک دي ډیره پوهه ولری اوډیراحادیث دي ورته یاد وي بلکې علم هغه دی چې انسان کې زیاته ویره موجوده وي .

نو الله ج دي موږ ته ددین دخدمت توفیق راکړي څو د دین په هره عرصه کې خلکو ته بشپړ خدمت وکړو نه دا چې خلکو باندي وړانده اعتراضونه وکړو علماء هغه خلک دي چې څوکاله ورته حکومت ځانته پاتې وه خو په ژوند کې هغه مسئله چې انسان ورته زیات حاجت لری هغه په کامله توګه ډاډمند وه چې نه یی ساري مخکې لیدل شوي وه او نه یې وروسته دلیدلو طمع شته! صحي ده معارف اویو شمیر نورو مسائلوکې به یی هم مشکلات درلودل خو فائده یی زیاته وه .

چې بیا دهمدي دین او افغانستان خرڅوونکو له لوري نه هغه حکومت له منځه وویوړل شو.

داخبره صحي ده چې اوس وخت کې ملایانو ته منسوبو خلکو او دهغوي په لباس باندی ملبسوځینې ډیربد کارونه هم وکړل. دهغوي هم موږ سخت مخالف یو، دهغوي په کلکه تردید کوو.او دملا او عالم نوم په هغوي باندي هیڅ نه صادقیږي. هغه دملا په جامه کې یو وحشې، او یا (کمثل الحمار یحمل اسفارة) دي. هغه ملا او عالم نه دي هغه یو محض جاهل دي

خو د هرڅه سره سره کمونیستانو او نورو بي دینه خلکو ته خو هیڅ د اعتراض مجال نشته ځکه دوي خو هغه کارونه وکړل چې په تاریخ کې چا نه وه کړي دوي دافغانانو قاتلان دي دوي خو ددین مذهب دښمنان دي دوي څه کولي شي؟ څه یی کړي؟ دوي خو ملت ته امتحان ورکړي خوپه مطلق ډول ناکام شوي دي. دوی خو هسې دانسانانو په شکل کې وحشیان دي.

ملا! یعني دټولني یو صالح رهبر عملا یی ښودلی دی خپل رهبریت

ملا! یعني دټولنې یوغوره معمار چې په دین باندي یی عمل کړي وي.

موږ! هیڅکله له جاهلانو نه دفاع نه کوو جاهلان زموږ او ددین دښمنان دي.

دا بیله خبره ده چې نن استعمار هغه نا اهله او بیکاره انسانان مخکې کړي چې هیڅ په اداره کار وضیعت او فعالیت باندي نه پوهیږي او نوم یی هم دملا ورکړي دي. چې دانه یواځي ددي مبارک نوم سره جفا ده بلکې دخلکو ملت خاوري هرڅه سره په صریحه توګه جفا ده الله دي په موږ باندي رحم وکړي الله دي موږ ته هدایت وکړئ، څو دژوند په هره برخه کې کامیاب شو.

                             وماذالک علی الله بعزیز

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button