بهرنيو چارو وزارت: د ایراني ځواکونو له خوا د افغانانو د ځورولو پوښتنه کوو

ایران کې افغانانو سره د ناوړه چلند په اړه د بهرنيو چارو وزارت غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۹)

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ادريس زمان ويلي، چې په ایران کې د هغه هېواد د ځواکونو له خوا د افغانانو د ځورونو پوښتنه به له ايراني چارواکو وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وروسته له هغې په دې اړه غبرګون وښود چې تيره ورځ په ټويټر او فسبوک يوه ويډيو خپره شوه چې ځينې افغانان په لین ودرول شوي او د يوه ايراني پوځي له خوا په څپيړو وهل کېږي او ستغې سپورې ورته ويل کېږي.

ادريس زمان دا يوه شرم ناکه او بوږنوونکې ويډيو ګڼلې او زياتوي چې د دې ويډيو او د ايراني پوځي د دا ډول چلند په هکله به له ايراني چارواکو سره خبرې کوي.

د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال د ايراني پوځي دغه چلند غندلی زياتوي چې “اجازه نه ورکوو چې افغانانو سره دا ډول چلند وشي”.

دغه راز په کابل کې د ايران سفارت له خوا په خپره شوې اعلاميې کې ويل شوي چې ايراني ځواکونو د ويډيو په اړه څېړنې پيل کړي دي.

په هېواد کې د بې کارۍ، فقر او نا امنۍ له کبله ډيری افغانان ایران ته د کار لپاره ځي چې د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له خوا ځورول کېږي او وخت ناوخت په سختو لارو کې هم ژوند له لاسه ورکوي.

تر دې مخکې هم ايراني ځواکونو د افغان کډوال او مزدور کارانو سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button