بغلان: د دهنه غوري د سيمه ييزو پوليسو قومندان او پنځه پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۹)

د بغلان ولايت د دهنه غورري ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قومندان “سليم کوچی” د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

سليم کوچی چې د يادې ولسوالۍ د ټولو سيمه ييزو پوليسو مشري يې په غاړه لرله تيره شپه د پلخمري په زمان خېل سيمه کې د طالبانو په کمين کې وژل شوی دی.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير نظيف الله خرمي د کوچي وژل تاييد کړي دي.

ويل کېږي، نوموړي په بلغلان کې ډير نفوذ او سيمه ييز پوليس لرلر چې تر دې مخکې څو ځلې د طالبانو له بريدونو روغ وتلی و.

طالبانو د کوچي وژل کېدل منلي او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، کوچی سره د پنځو پوليسو د يادې ولسوالۍ مربوط په زمانخيلو سيمه کې د دولتي ځواکونو په يوه پوځي کاروان په بريد کې وژل شوي دي.

د مجاهد په وينا، په دغه بريد کې دوه ټانګونه، يو رينجر ويجاړ شوي، ګڼ عسکر نور ټپيان دي او په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button