د ابوظبۍ مذاکرات او انګېرنې!

لیکوال: م.جمیل باور—
د روان میلادي کال د دسمبرپه۱۷ د متحده عربي اماراتو په پلازمینه (ابوظبۍ) کې د افغانستان د اسلامي امارت او امریکایي مرکچیانو ترمینځ د افغانستان د روان بحران د حل په منظور خبرې پیل شوې وې، چې نن د ورځې په اخیرکې پای ته ورسیدې.
که څه هم د غونډې په دری ورځني جریان کې کورنیو او بهرنیو رسنیو ځینې داسې آوازې خپرې کړې، چې اصلاً یې د خبرو په اجنډا کې ځای نه درلود، مثلاً: شپږ میاشتینی اوربند، د لنډمهالي دولت رامنځته کیدل او یا د کابل له ادارې سره د طالبانو مخامخ خبرو ته چمتوالی.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د هرې ورځې دخبرو جریان له خپل ولس سره شریک کړ او یوځل بیا یې په هره اعلامیه کې په خورا ټینګار سره خپل دريځ روښانه کړ، چې روان مذاکرات د دوی او امریکایانو ترمنځ دي او د کابل له ادارې سره هیڅ راز خبرې نه دي شوي.
اسلامي امات په خپله رسمي اعلاميه کې دخبرو د اجنډا په هکله هم سپیناوی کړی چې د خبرو مهمه برخه له هیواده د ټولو بهرنیو عسکرو وتل و، ترڅو مو هیواد د اشغال له کرغيړنو منګلو خلاص شي او افغانان هم لکه د نړۍ د نورو هیوادونو د خلکو په څېر د یو آزاد او خپلواک هیواد څښتنان شي.
دغه راز مذاکراتو کې د اشغالګرو له لوري په ړندو بمباريو او شپنیو وحشي چاپو کې د ملکي وګړو په تلفاتو او د زرګونو بې ګناه بنديانو په هکله هم خبرې شوې دي.
د خبرو له پیل وړاندې افغان حکومت هم خپل استازي مذاکراتو کې د ګډون په موخه ابو ظبۍ ته استولي وو، چې د طالب استازو له جدي غبرګون سره مخ شول او بېرته خړ مخ راستانه شول.
د نن ورځې په پای کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل رسمي ټیویټر د یوی خبرپاڼې په نشرولو سره وویل چی دری ورځني مذاکرات پای ته ورسیدل او هرطرف به له خپلو مشرانو سره د راتلونکو ناستو په اړه سلا و مشوری کوي.



