موږ ډېر عجیب مخلوق یو. که چا وویل چې غوږ یې درنه یوړ، نو د دې پر ځای چې خپل غوږ وگورو؛ نو هغه کس پسې منډې وهو. د امریکايي یرغل نه وروسته طالبان په سلو نومونو یادېږي. د نړۍ ټولې ټاپې پر طالبانو لگول کېږي او څومره ناوړه نومونه چې طالبانو ته کارېږي؛ منېکه هېچا ته هم کارول کېږي. خو طالبان بیا هم حوصله کوي او د بیان ازادۍ ته په پوره معنا ژمن دي. که پر حکومت داسې ټاپې ولگول شي؛ نو اړوند کسان به یا وژل کېږي او یا به کلونه ـ کلونه زندان تېروي.
لومړی يې طالبان د پاکستان خلک بلل. کله چې دغه ټاپه زړه شوه، نو بیا به یې ورسره ایران هم یاداوه او اوس خو د روسیې نوم هم له طالبانو سره یو ځای یادېږي. یعنې کومه خوا چې درنه شي طالبان بیا د هغوی خلک شي. کېدای شي وروسته ورسره چین، جاپان، ازبکستان او ترکمنستان هم یاد شي. ځکه دغه هېوادونه موږ سره گاونډیان او یا نږدې پراته دي.
خو د امریکا غوندې قوي استخبارات، د انگلستان MI6، د افغانستان ملي امنیت او ټولو استخباراتي ادارو یوه ورځ داسې لاسوند رسنیو ته ښکاره نه کړ، چې دغه هېوادونه له طالبانو سره مرسته کوي او یا یې د شوې مرستې یو کوچنی سند هم چاته ښکاره کړي وي. ډېری وخت جعلي خبرپاڼې جوړوي او په هماغه ورځ یې خلک په ټولنیزو رسنیو کې ډانډس کړي.
پر ټاپه لگولو یوازې لږ انرژي مصرفېږي او دولتي چارواکي دغه انرژي هره ورځ بېځایه مصرفوي. خو نه کوم سند په لاس لري او نه د خپلې ادعا ثبوت چاته وړاندې کولی شي.
د سولې له خبرو سره هممهاله دلته په یوې خاصې کړۍ ژوند تنگ شي. کله چې د سولې خبره کېږي، نو دوی ته بیا ځمکه ځای نه ورکوي. څه چې په خوله ورځي، بیا هماغه وايي. خو په نورو وختونو کې جگړه غندي او د جگړې د درېدو غوښتنه کوي.
تېره ورځ په عرب متحده اماراتو کې د طالبانو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ درې ورځنۍ خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې. په دغو خبرو کې کومه پرېکړه ونهشوه او نه د دې ناستې ټولې خبرې رسنیزې شوي دي او نه باید رسنیزې شي. ځکه دا د عام مجلسونو خبرې نه دي او کله چې خبرې یوې پایلې او یا هم پرېکړې ته ورسېږي باید هغه وخت خلک خبر شي، چې سوله په کوم شرط راځي او امریکا د طالبانو څومره غوښتنې منلي او څومره یې نه دي منلي.
د ارگ فېسبوکي ډلې د خبرو له لومړۍ ورځې په تخریب شروع وکړه. طالبان اماراتو ته د کوم هېواد په پاسپورټ تللي؟ بیا به یې ویل چې ولې طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي؟ د لنډمهالې ادارې په راتگ خو یې بېخي زړونه دردېدلي وو.
که له دوی پوښتنه وکړو، چې اشرف غني افغانستان ته د افغانستان په پاسپورټ راغلی او که د امریکا؛ نو حتماً به ووايي چې د امریکا. یا حنیف اتمر سره اوس د انگلستان پاسپورټ دی او که د افغانستان؟ نو حتماً به وايي چې د انگلستان. یا له عبدالله عبدالله سره د هندوستان پاسپورټ دی او که د افغانستان؟او که احیاناً طالبان خپل پاسپورټونه رسنیز کړي او د افغانستان وي، نو د دوی پرمخ به څه پاتې وي؟
افغان حکومت په فساد کې لومړی ځای لري او په حکومت کې هر کار کېدلی شي. د یو طالب پاسپورټ جوړول خو مازې خبره ده.
دوی ته باید وویل شي چې دلته پوره اتلس کاله د عقیدې جگړه شوې او طالبان به هېڅکله په ارزښتونو معامله ونه کړي. نه به د حزب اسلامي غوندې راشي او د کابل په یو ځانگړي ځای کې به کلابند شي. طالبان که راځي؛ نو هسکه غړۍ به راځي او گنې همدا غرونه او همدا طالبان. خو یوه ورځ به طالبان حتماً راځي؛ خو تراوسه یې د راتللو د نوعیت په اړه څه نه شي ویل کېدای.
د اماراتو ناسته څه پایله لري؟
د سولې په اړه باید هره قدم وستایل شي. د اماراتو په ناسته کې هم امریکا او هم طالبانو خپلې غوښتنې ډاگیزه کړې. خلیلزاد به د طالبانو ټولې غوښتنې امریکايي چارواکو ته وايي. بیا به پرېکړه کېږي او خبرې به هم یوې پایلې ته ورسېږي. اتلس کلنې جگړې داسې ژر نه شي هوارېدای او نه باید دومره ژر هیلهمن شو.
خو له یوې ناستې موږ بلې ناستې ته ډېر هیلهمن کېږو او موږ یوې رښتینې سولې ته نږدې کېږو. دغه ناستې باید دوامداره شي او زموږ هیلې هم باید منځلاري وي. نه باید ډېر افراط وکړو او نه له ډېر تفریطه کار واخلو.
















