طالبان: که حکومت دا څلور شرطونه پوره کړي ښايي خبرې ورسره وکړو

طالبان: خلیلزاد ويل، موږ چې هرچیري بمبار کړی د کابل حکومت په غوښتنه مو کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۹)

طالبانو ويلي، زلمي خليلزاد د غونډې په جريان کې وويل، مونږ چې هرچيرې بمبار کړی د کابل حکومت په غوښتنه مو کړی او دغه راز وايي که کابل اداره له طالبانو سره د خبرو تلوسه لري نو څو شرایط دي چې باید عملي يې کړي.

طالبانو دغه څرګندونې د “ورځې خبره” تر عنوان لاندې په يوه مطلب کې کړي چې د طالبانو رسمي دريځ څرګندوي او په خپله رسمي ويب پاڼه (الاماره) يې خپروي.

په دغه مطلب کې په متحده ایالاتو کې د امريکا او طالب استازو تر منځ د مذاکراتو په اړه ويل شوي چې په ياده ناسته کې له خليلزاد سره د خبرو مهمه موضوع له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او ”د اشغال خاتمه وه او دوهمه موضوع امريکا ته ډاډ ورکول و چې له افغانستانه به ورته خطر نه جوړيږي.“

مطلب زياتوي، ”د بندیانو خلاصون، د تورلیست ختمول، د دفتري ادرس رسمیت او داسي نور هغه څه ول چې د مذاکراتي بهیر د پرمخ بیولو، د باور رامنځ ته کولو له مبادي وو څخه وګڼل شول. یعني دا کارونه باید امریکا وار له مخه ترسره کړي، ترڅو دا مذاکراتي پروسه په بریالیتوب سره پرمخ یووړلای شي.“

دا چې په دغه غونډه کې د طالب او امریکايي استازو تر څنګ پاکستان، سعودي او د متحده عربي اماراتو چارواکو هم ګډون کړی و په دوهمه ورځ يې د کابل ادارې يو پلاوی ورغلی و چې د طالبانو د مخالفت له کبله په غونډه کې ځکه ګډون ورنکړل شو.

د طالبانو په وينا ”زموږ مسايل داسې نه دي چې د کابل بې واکه اداره یې د حل کولو وړتیا ولري. د عبدالله او اشرف غني ګډ حکومت د اشغال د ختمولو، تورليست، د بنديانو د خوشې کولو او سياسي دفترونو په اړه هيڅ صلاحيت نه لري.“

په مطلب کې د کابل اوسنی حکومت ”د اشغال پيداوار“ بلل شوی، ”په لومړۍ ورځ يې د اشغال د دوام سند لاسليک او د افغان وژنې تعهد ورسره وکړ چې د افغانانو په همکارۍ بمبارۍ کېږي، ميرمنې او ماشومان پکې وژل کېږي.“

خو په مطلب کې د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليل زاد له قوله ويل شوي چې د ابوظبۍ په غونډه کې يې وويل، ”موږ چې هرچيرې بمبار کړی د کابل حکومت په غوښتنه مو کړی دی.“

د مطلب په وروستۍ برخه کې راغلي، ”که د کابل اداره له اسلامي امارت سره د تفاهم تلوسه لري، نو امنيتي تړون دې لغوه، امريکايان دې ځواب کړي، امريکا او داخلي ملګرو يې چې څومره جنايات ترسره کړي، له ملت څخه دې بخښنه وغواړي، ژمنه دې وکړي چې ملي خيانتګر، بشري ناقضين او مجرمين به اسلامي محکمې ته سپاري بيا ښايي اسلامي امارت له کابل ادارې سره هم د تفاهم په اړه مثبته پريکړه وکړي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button