انس حقاني نه دی خوشې شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۹)

نن په سوشل ميډيا او ځينو ويب پاڼو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د پخواني جهادي قومندان جلال الدين حقاني زوی انس حقاني له اتو ملګرو سره د امريکايي پوهنتون استادانو په بدل کې له زندانه خوشې شوی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: نن په ځینو ځایونو آوازې خپرې شوې دي چې انس حقاني له زندان څخه راخلاص شوی دی. دغه آوازې حقیقت نه لري، تر اوسه پورې د نوموړي د خلاصون په اړه اسلامي امارت ته اطمئنان نه دی ورکړل شوی او نه هم په دې برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ شوی.

انس حقاني د ۲۰۱۴ميلادي کال په اکتوبر مياشت کې د ګوانتنامو زندان د راخلاص شويو طالب زندانيانو ليدلو لپاره قطر ته تللی و چې د بيرته راګرځېدو پر مهال د امریکايي استخباراتو له خوا ونيول شو، خو د ملي امنيت ادارې ادعا وکړه چې نوموړ يې په خوست کې د عملياتو په ترڅ کې نيولی دی.

تر اوسه امریکا يا افغان حکومت د انس حقاني کوم جرم نه دی روښانه کړی خو له تيرو څلورو کلونو راهيسې یوازې له دې کبله په زندان کې ساتلی چې نوموړی د طالبانو د مرستيال سراج الدين حقاني ورور دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button