سرليکنه
په داسې حال کې چې امریکا تر اوولس کلنې جګړې وروسته د افغانستان له جګړې بېزاره شوې او له طالبانو سره یې خبرې پیل کړې، تېره ورځ یې له سوریې د خپلو پوځونو د راایستلو اعلان وکړ.
د سپينې ماڼۍ وياندې، سارا هکابي سېنډرز، له سوریې د امريکايي پوځونو د وتلو په تړاو وويل چې په سوريه کې د امريکايي پوځونو ماموريت، داعش ته ماتې ورکول، پوره شو او نور په سوريه کې د امريکايي پوځونو شتون ته اړتيا نه وه. د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، هم پر خپل ټویټر لیکلي چې په سوریه کې یې داعش ته ماتې ورکړه او نور خپله کډه ترې باروي.
که څه هم امریکا له سوریې د خپلو وتلو لامل د داعش پر ضد بری ترلاسه کول بللي، خو له افغانستانه د وتلو د احتمالي اعلان په وخت کې به یې له خولې د بري توری ونه وځي.
تر اوولس کلنې جګړې او زور ازموینې وروسته، اوس امریکا له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي په موخه خبرې پیل کړې دي. دا خبرې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې دوام لري، خو تر دې دمه یې کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه ده درلودلې. لامل یې د بهرنیو ځواکونو ایستلو، د تورلیست ختمولو او د طالبانو د زیاترو روا غوښتنو منلو ته د امریکا نه تیارېدل دي.
سیاسي پوهان په دې اند دي چې د امریکا اوسنی ولسمشر، ټرمپ، له امریکا بهر په نورو هېوادونو کې د خپل پوځ د جګړو سخت مخالف دی، او هم د افغانستان له جګړې بېزاره شوی او غواړي ژر تر ژره له دې ځایه هم ووځي. همدارنګه، ښايي د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې او د افغانستان د جګړې له دوام سره د امریکایانو د مخالفت زیاتوالی هم ټرمپ د افغانستان په اړه د سوریې په څېر اعلان ته مجبور کړي.
ټرمپ په يوه وينا کې ویلي چې د امريکا پوځ ”يو قهرمان پوځ“ دى. خو تر سوریې وروسته به، که خدای کول، همدا د امریکا ”قهرمان“ پوځ د افغان مېړني ولس په مقاومت له افغانستانه د تیښتې لار ونیسي.

















