(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۲۸)
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د افغان سولې لپاره ټاکل شوي ځانګړي استازي له طلوع نیوز او آریانا نیوز سره په بیلا بیلو مرکو کې ټینګار کړی چې له طالبانو سره یې یواځې پر هغو مسائلو خبرې کړې چې تر افغان حکومت پورې یې تړاو نه درلود.
نوموړي ویلي، د موقت حکومت، انتخاباتو او نورو چارو باندې خبرې نه دي شوې، یواځې د بهرنیانو پر نظامي حضور،بندیانو او په شپنیو عملیاتو او بمباریو کې د ملکیانو پر زیاتیدونکې مرګ ژوبله باندې غږيدلي دي.
طالبانو هم په یوه وینا پاڼه کې ویلي چې له خلیلزاد سره یې پر داخلي مسائلو خبرې نه دي کړې او یواځې هغه مسائل مطرح شوي،چې تر امریکا پورې یې تړاو درلوده.
نوموړي دغه راز له افغان حکومت سره د طالبانو د نه لیدلو په تړاو ویلي “ زما په نظر طالبانو دا ښه کار ونه کړ چې د افغان حکومت له استازو سره یې ونه کتل “
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که طالبان سولې ته اماده نه شول، دوی به هم ورسره جګړه لا اوږده کړي.
خلیلزاد له افغان دولتي چارواکو سره تر ملاقات وروسته د سیاسي ګوندونو له مشرانو او حامد کرزيي. سره ځانګړې لیدنه کړې او د خپلو روانو هڅو په تړاو یې مالومات ورکړي دي


















