(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۸)
د ملي یووالي د حکومت د امنیت شورا ویلي، د خلیلزاد له هڅو مننه کوي خو له طالبانو سره د پردې ترشاه خبرې یې جدي وضاحت ته اړتیا لري.
د یادې شورا په اعلامیه کې راغلي“ د یو خپلواک هېواد په توګه، هېڅ هېواد او شخص د افغانستان لپاره د نوي حکومتي جوړښت په اړه د بحث واک نه لري“
اعلامیه زیاتوي،په خبرو کې د منتخب دولت هېڅ ځای ناستی وجود نه لري او په وینا یې هغه موارد چې اساسي قانون نقض کوي په سرنوشت یې چاته اجازه نه ورکوي.
د ملي امنیت شورا ویلي، سوله په بیړه نه غواړي بلکه په صبر او استقامت دې ټول اړخونه په کې ګډون وکړي.
خلیلزاد او طالبانو هم په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې یواځې پر هغو مسائلو غږیدلي چې د ملي یووالي له حکومت پورې تړاو نه لري او د افغانانو په داخلي چارو کې هیڅ مذاکرات نه شوي او نه یې کوي.


















